د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: وزیراعظم د وژل شوو هزاره ګانو پر قبرونو ګلونه کېښودل


وزیر اعظم نواز شریف ته د بلوچستان وزیراعلا ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د کوټې هوايي ډګر کې هرکلی وايي
وزیر اعظم نواز شریف ته د بلوچستان وزیراعلا ډاکټر عبدالمالک بلوڅ د کوټې هوايي ډګر کې هرکلی وايي

نواز شریف له هغه وروسته کوټې ته درومي چې پرون د شورو ورځ یې د پاکستان پارلمان ته په خپله وینا کې له طالبانو سره د جوړ جاړي خبرو بیا ژوندي کولو په موخه یوه څلور کسیزه جرګګۍ اعلان کړه.

د پاکستان وزیراعظم میا نوازشریف د زیارت پر ورځ په يوه ورځنۍ دوره کوټې ته ولاړ. له نوموړي سره د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحیل شریف، د کورنيو چارو وزیر چودري نثار علي خان، د سرحداتو وزیر جنرال ريټايرډ عبدالقادر بلوڅ هم مله ول.


کوتې ته تر رسېدو سمدستي وروسته نواز شریف د مستونګ په درینګړ سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې وژل شويو کسانو ته په درناوي د هغوی پر قبرونو د ګلونو ګېډۍ ګښېښودېؤ او ورته يې د عقیدت پېرزوینې وړاندې کړل.

تردې وروسته د بلوچستان اسمبلۍ غړيو او صوبايي وزیرانو له نوازشریف سره ولیدل.

کوټې ته د وزیراعظم د ورتګ پر مهال يه ښار کې سخت امنيتي ګامونه اخیستل شوي دي، او ټولې هغه لارې تړل شوې دي، چې د نواز شریف کاروان ترې تېرېږي او بره اسمان کې د ښار هېلي کوپټري څارنه هم کېږي.

نواز شریف له هغه وروسته کوټې ته درومي چې پرون د شورو ورځ یې د پاکستان پارلمان ته په خپله وینا کې له طالبانو سره د جوړ جاړي خبرو بیا ژوندي کولو په موخه یوه څلور کسیزه جرګګۍ اعلان کړه.

نواز شریف له طالبانو سره د مذاکراتو څلور کسیزه کمېټه وګمارله

XS
SM
MD
LG