د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د عوامي نېشنل پارټۍ پر حجره بمي بریدونه ګڼ ژوبل


کراچۍ کې د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه برید کې د رېنجرز ځواک درې سرتېري وژل شوي دي
کراچۍ کې د جنورۍ پر ۲۹مه نېټه برید کې د رېنجرز ځواک درې سرتېري وژل شوي دي

په چاودنو کې د عوامي نېشنل ګوند د محمد علي په ګډون شپاړس کسان ژوبل شوي دي چې پکې د دوو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن سهار وختي درې بمي چاودنو شپاړس تنه ټپيان کړي دي. د دې ښار د منګوپیر سېمې د پولیس مشر چودري اسد مشال راډیو ته وویل چې د بریدونو هدف په سیمه کې د عوامي نېشنل ګوند رهنما محمدعلي و.


په چاودنو کې د محمد علي په ګډون شپاړس کسان ژوبل شوي دي چې پکې د دوو روغتیایي حالت د اندیښنې وړ دی.

د چودري اسد په خبره له لومړنیو پلټنو ښکاري چې بریدونه د شخصي دښمنۍ پر اساس ترسره شوي وي خو د عوامي نیشنل ګوند چارواکي وایي دا برید د کراچۍ په ګډون په ټول پاکستان کې د دوی پر پلویانو د ترسره کیدونکو حملو کړۍ د

تېره ورځ هم د کراچۍ په ناظم اباد کې پر رېنجر ځواک درې حملې شوې وې چې له امله یې د دې ځواک د درو سرتیرو په ګډون پنځه کسان وژل شوي ول.

کراچۍ کې فرقه ییزه نښتې زیاتې شوې


بلخوا د پاکستان لپاره د بشري حقونو د کمیشن د شمېرې له مخې تېرکال په کراچۍ ښار دوه کم سل کسان په فرقه ایزو نښتو کې وژل شوي دي. د رپورټ ترمخه د تېرو کلونو په پرتله د کراچۍ په ګډون په ټول پاکستان کې د فرقه ایز تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او په تېر یو کال کې ددې له کبله ۶۵۸ کسان وژل شوي دي .

د کراچۍ پولیس وایي په فرقه ایزو نښتو ککړ ځینې کسان دوي نیولي دي او د هغوي څخه د پلټنو روستو دوي په دې رسیدلي دي چې دغه نښتو کې ککړ ځینو کسانو سره د ګاونډي ملک ملاتړ حاصل دی . د کراچۍ د سي ایي ډي پولیسو انچارج راجه عمر خطاب په دې اړه وایي:

"کوم عناصر چې فرقه ایزو نښتو کې ککړ دي هغوي ته په دې اړه په یو ګاونډي اسلامي ملک کې تربیت ورکړل شوی دی. دا خلک د پاکستان نه دبۍ او د هغه ځایې نه دغې ملک ته ځي او هلته دوي د ځانګړو تشریفاتو سره د تربیت لپاره خاص ځایې ته وړل کیږي او هلته دوي ته پیسې او تربیت ورکول کیږي"

نوموړي زیاته کړه دوي په دې ورستیو کې د یوې وسله والې ډلې دوه غړي نیولي دي او دغو دوه کسانو پوازې په کراچۍ کې د خپلې مخالفې فرقې د ۶۰ کسانو په وژنه کې ککړ دي.
څیړونکي وایي د فرقه ایز تشدد ستونزه یوازې په کراچۍ کې نه بلکې د پاکستان په ټولو لویو او وړو ښارونو کې رامخ ته ده، او د همدې تاوتریخوالي په لړ کې په کوټه ،لاهور،پینډۍ ، پیښور او نورو ښارنو کې د مخالفې فرقې په خلکو او عبادت ځایونو ځانمرګې حملې هم شوي دي چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د سیاسي چارو کارپوهه توصیف احمد خان وایي په پاکستان کې فرقه ایز تاوتریخوالی د ډېرې مودې راهسې موجود دی، خو د پخواني فوجي ولسمشر ضیا الحق په زمانه کې په دې زیاتوالی راغلی، او د ۲۰۱۱ راوروسته ددې وژنو کچه انتها ته رسیدلې ده.

"په پاکستان کې دا فرقه ایزې نښتې په اصل کې د سعودي عرب او ایران ترمنځ یو ډول جګړه ده ،اوس خو امنیتي چارواکي هم ددې اعتراف کوي ، دې کې ددواړو ملکونو لخوا خپلو هم مسلکو ته فنډ او نورې مرستې ترلاسه کیږي. که وګورو د کراچۍ د اپریشن له وجې په ښار کې لساني او سیاسي وژنې راکمې شوي دي خو فرقه ایز تاوتریخوالی د کراچۍ په ګډون د پاکستان په هره برخه کې روان دی، ددې وجه هم داده چې ددغو ملکونو د فشار له وجې زمونږ قانون نافذونکی ادارې خپل کار په سهي توګه نه ترسره کوي"

د توصیف احمد خان په خبره چې ترڅو پاکستان ددغو ملکونو له اقتصادي او نورو فشارونو څخه ځان خلاص کړې نه وي،ترهغې په پاکستان کې د فرقه تاو تریخوالي له ختمول ممکن نه دي.
XS
SM
MD
LG