د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم نواز شریف کوټې ته ورسید


د مشال راډیو خبریال د بلوچستان د حکومتي چارواکو له خولې وايي چې وزیراعظم نواز شریف نن کوټې ته په يوه ورځنۍ سفر ورسید.


ټاکل شوې ده، چې نواز شریف به د بلوچستان له ګورنر محمد خان اڅکزي او وزیراعلا ډاکتر عبدالمالک بلوڅ سره لیده کاته وکړي او د صوبې د امنيت په اړه به له نورو لوړپوړو چارواکو سره هم خبرې وکړي.

د صوبايي حکومت په خبره نوازشریف به د جنورۍ پر ۲۱مه نېټه د مستونګ په درينګړ سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د وژل شوو کسانو له کورنيو سره هم غمرازي کوي.

د چارواکي په وینا، له وزیراعظم سره د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شریف هم ملګری دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG