د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې ملي امنیت ادارې څلور مشکوک وسلوال نیولي


د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د یاد ولایت د ملي امنيت ادارې د وسلوالو سره د اړیکو په تور څلور مشکوک کسان نیولي دي.

د خوست د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د یاد ولایت د ملي امنيت ادارې د وسلوالو سره د اړیکو په تور څلور مشکوک کسان نیولي دي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې په نیول شویو کسانو کې درې تنه هغه ماین خښوونکي هم شامل دي، چې درې اونۍ وړاندې د صبریو په سیمه کې د دوی له خوا په ترسره شوې بمي چاودنه کې د نوموړې ولسوالۍ د ملي امنیت مشر او درې تنه سرتیري وژل شوي ول، همدارنګه یادې ادارې یو بل کس هم نیولی چې د شمالي وزیرستان څخه يې د ترهګریزو بریدونو له پاره بې غږه تفنګچې خوست ته لېږدولې.

د خوست د ولایت مقام ویاند او مطبوعاتي مسوول مبارزمحمد ځدراڼ مشال راډیو ته وايي، چې نوموړي کس سره پنځه دانې بې غږه تفنګچې نیول شوي، چې ډیری وخت وسلوال ورنه د حکومتي چارواکیو او قومي مشرانو په ترور او وژنه کې استفاده کوي:

((ملي امنیت ادارې د صبريو په ولسوالۍ کې هغه درې تنه ماين خښوونکي نيولي، چې شاوخوا درې اونۍ مخکې يې د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ماين چاودنې په واسطه د ملي امنيت د مدير په ګډون د دغه ادارې څلورتنه په شهادت رسولي وو، يو بل کس هم هغه مهال د پنځو بې غږه توفنګچو سره يو ځاى لاس په لاس نيول شوی، چې غوښتل يې دغه سلاح د شمالي وزيرستان څخه خوست ولايت ته راولېږدوي.

دغه تفنګچې د بهرني هېواد توليد دى، خورا مډرنې دي او د ډز پروخت يې هېڅ غږ نه اورېدل کيږي، وسله والو مخالفينو غوښتل چې پدې تفنګچو سره د حکومت لوړپوړي چارواکي او مخور مشران په نښه کړي، نيول شويو کسانو په خپل جرم اعتراف کړى او دا مهال د زياتو پلټنو په موخه تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې دي.))


مبارزمحمد ځدراڼ زیاتوي دا، چې اېتلافي ځواکونه له خوست څخه وتلي او امنيتي چارې په مکمل ډول افغان ځواکونو ته سپارل شوي، نو وسله والو په تېر وخت کې پوره هڅه کړې، چې د امنيتي وضعيت د اخلال په موخه ډول، ډول تکتيکونه وکاروي او په دې سره د افغان ځواکونو وړتياوې او لاسته راوړنې تر سوال لاندې راولي.

کومې وسلوالې ډلې رسنیو ته د خپلو کسانو د نیول کېدو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG