د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې ۲۴ تنه وسله وال ووژل شول


د غزني په اندړو ولسوالۍ کې ملي پوليس، افغان ځانګړو ځواکونو او سيمه ييزو پوليسو د طالبانو پر ضد عمليات پيل کړي دي، چې تر اوسه پورې پکې ۲۴تنه وسله وال وژل شوي دي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، عمليات لا پای ته نه دي رسېدلي او کېدای شي نور وسله وال هم پکې ووژل شي.

دی وايي، په عملياتو کې تر اوسه اته تنه وسله وال ژوبل شوي هم دي او په وژلو شويو کې بيا اته تنه د طالبانو قومندانان ښايي.

د اندړو په دغو عملياتو کې د تلفاتو وروستي راپورونه د ازادۍ راډيو په را روانو خپرونو کې اورېدلای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG