د لاسرسي ځای

تازه خبر

اغزن تارونه هېسته شول خو هوسۍ لا هم نه ترې تېرېږي


د جرمني او چېک جمهوریت تر منځ پر پوله سرې هوسۍ
د جرمني او چېک جمهوریت تر منځ پر پوله سرې هوسۍ

دغو هوسیو دا چلند د پخوانۍ لویدیځې جرمني او چېکوسلواکیا ترمنځ د ساړه جنګ په کلونو کی زده کړی دی.


شاوخوا پنځه ویشت کاله کیږې چې د پخوانۍ لویدیځې جرمني او پخوانۍ چېکوسلواکیا تر منځ د پولې اغزن مزي ليرې شوې دي، خو لا هم د پولې په غرنیو سیمو کي هوسۍ د پخوا په څير د پولې د سختو بندیزونو خیال ساتي او نه ورڅخه تیریږي.


د جرمنې او نني چېک جمهوریت تر منځ د اغزنو برېښنايي تارونو، د څارنې د څلیو اوکلک څار پوله ډیر پخوا له منځه تللې، خو سرې هوسۍ لا هم دا همت نه کوي چې له پولې یوې بلې غاړې ته واوړي ، راواوړي.

دغو هوسیو دا چلند د پخوانۍ لویدیځې جرمني او چېکوسلواکیا ترمنځ د ساړه جنګ په کلونو کی زده کړی دی.

د پخوانۍ پولې په اوږدو کي چې لویدیځ او ختیځ یي سره جلا کول، دا مهال ښکلي پارکونه او تفریح ځایونه جوړ شوي، او د اوړې په موسم کې د مهاجرو حیواناتو لپاره تر ټولو ښه چاپیریال دی.

د جرمنې او چېک جمهوریتونو د پارکونو ادارو په سیمه کي د وحشي حیواناتو لپاره ښایسته پارکونه جوړ کړې چې هوسۍ او نور حیوانات په کي آرامه او هوسا ژوند وکړي. خو د پولې د دواړو غاړو اوسېدونکې هوسۍ له پخوانیو سرو او خطرناکو لیکو څخه د تیریدلو جرئت نه کوي.

د چېک ژیو پیژندونکو له خپلو جرمن همکارانو سره د سېټلایت په واسطه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۱ کلونو ترمنځ موده کې د پخوانۍ پولې په اوږدو کي د هوسیو د تګ راتګ څار وکړ او د دوي د څیړنې نتایج په روانې میاشت کی په چک جمهوریت کي په یوه کتاب کې چې نوم یي دی: «په سوماوا کي هوسۍ» خپاره شول. په کتاب کي لیکل شوې چې شاوخوا اتلس سوه هوسۍ دا مهال په سیمه کي ژوند کوې او د خپلو اجدادو په څير له پولې څخه د تیریدو همت نه کوي.

د چک جمهوریت د ژو پوهانو ډلې مشر پاویل شوستر په دي اړه وایي:
« په مطلق ډول به په راتلونکو کلونو کي د هوسیو همدا حال وي. د همدغه عادت له امله دا حیوانات پخواني سرحدي اوسپنیز دیوال ته یو ډول درناوی کوي».

پاویل وایي، یوشمير هوسۍ ځینو ازادو سیمو ته تګ راتګ کوي، خو د ختیخې اروپا د غرونو پر لور یي حرکت ډیر ورو دی.
XS
SM
MD
LG