د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف له طالبانو سره د مذاکراتو څلور کسیزه کمېټه وګمارله


په مذاکراتي جرګګۍ کې عرفان صدیقي، ریټایرډ مېجر محمد عامر، خبریال رحیم الله یوسفزی، او په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند شامل دي.

نن د شورو(چارشنبه) پر ورځ د پاکستان پارلمان ته په خپله وینا کې وزیر اعظم نواز شریف وویل، که ریاست د هغه وسله والو طالبانو پر ضد چې د ملک ايين او قانون نه مني عملیات کول غواړي، نو د هېواد ټول وګړي یې تر شا ولاړ دي.


خو اوس چې وسله والو طالبانو د مذاکراتو وړاندیز کړی دی، نو موږ د نېک نیتۍ له مخې او مخکینیو ترخو تجربو ته په کتو خبرو اترو ته بیا چانس ورکول غواړو. خو د دې مذاکراتو لومړۍ تقاضا به دا وي چې د ترهګرۍ هر ډول بریدونو دې بې له ځنډه ودرول شي. مذاکرات او ترهګري یو ځای نشي سره تلائ. پر دغه ټکي د ریاست ټولې ادارې یوه خوله دي. د پاکستان ولس او موږ ټول به د خپل دې ګډ مشن د ترسره کولو لپاره په ښه نیت خپل کردار تر سره کوو.

حکومت د ولس د ژوند او مال ساتلو ‌ذمه وار دی او ما مې د واک ترلاسه کولو په خپله لومړۍ وینا کې ویلي ول، چې موږ نور د خپلو بچیانو مړي او جنازې نشو پورته کولای. اووه میاشتې مو د سولې او امن په خاطر د خپلو بچیانو مړي پورته کړي دي. یو ځل بیا د سولې او امن د دې خواهېش لپاره خبرو اترو ته لاره هواروو. د همدې موخې د ترسره کېدو لپاره نن د اېوان مخې ته د مذاکراتو یوه څلور کسیزه کمېټه اعلانوم چې په کې مې د قامي چارو ځانګړی مرستیال عرفان صدیقي، ریټایرډ مېجر محمد عامر چې د خېبر پښتونخوا له یوې مذهبي کورنۍ سره تعلق لري، د ملک یو نامتو خبریال رحیم الله یوسفزی، او په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند چې د خېبر پښتونخوا د حکومت په سلا مشوره مو نامزد کړی دی، شامل دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان چې د خبرو اترو بهیر پېلولو مخکښ غړی دی د دغه کمېټې چارې څاري او زه به په خپله هم د دغه ټول عمل مخامخ څارنه کوم.

زه له مخالفه لوري تمه لرم چې مثبت ځواب به راکړي. د اور او باروتو دا لوبه باید نور پای ومومي.

نوموړي د خپلو څرګندونو په پای کې وویل، چې دا جنګ نور ګټل غواړي که په خبرو وي یا په پوځي درسته وي.
XS
SM
MD
LG