د لاسرسي ځای

"هر هغه طالب وسله وال چې روغه نه کوي وهل کېږي به"


د پنجاب صوبې د قانون صوبايي وزير رانا ثنا الله چې د واکمن مسلم ليګ ګوند سره یې تعلق دی يوبريتانوی ورځپاڼې ګارډین ته د نهې پر ورځ په يوه مرکه کې وویل، چې وزیر اعظم نواز شریف د وسله والو طالبانو پر ضد د عملیاتو فیصله کړې ده.

د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ نن مرکزي ویاند صدیق الفاروق وايي، چې د هغه وسله والو طالبانو پر ضد به له هېڅ ډول عملیاتو ګرېز ونکړي چې د مذاکراتو مېز ته نه کښېني.


نوموړي د مشال راډيو له خبریالې رابعه اکرم سره په خبرو کې وویل، چې د وسله والو د له منځه وړلو لپاره به کوټلي ګامونه اخیستل کېږي.

بلخوا د پنجاب صوبې د قانون صوبايي وزير رانا ثنا الله چې د واکمن مسلم ليګ ګوند سره یې تعلق دی يوبريتانوی ورځپاڼې ګارډین ته د نهې پر ورځ په يوه مرکه کې وویل، چې وزیر اعظم نواز شریف د وسله والو طالبانو پر ضد د عملیاتو فیصله کړې ده.

تر دې وړاندې د پاکستاني وزير اعظم د خارجه چارو سلاکار سرتاج عزيز پرون سېشنبه په واشنګټن کې ويلي ول چې د دې زیات امکانات دي چې اسلام اباد په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د وسله والو طالبانو پر ضد د طاقت استمعال وکړي، ځکه چې د ده په وینا له وسله والو سره د خبرو اترو له بیا بیا ناکامه هڅو دا ثابته شوه چې دغو سيمو کې مذاکرات کول ګران کار دی.

ښاغلي عزيز د واشنګټن په جان هاپکنز پوهنتون کې د جوړې شوې یوې یوې غونډې په ترڅ کې د خپلې وینا پر مهال وویل: په افغانستان کې د سولې خبرو ځنډيدلي بهير په اړه وويل چې سږ کال د موجوده افغان ولسمشر حامد کرزي د واک مودې پوره کېدو پس په دغه هيواد کی د امن د خبرو اترو د ځنډېدلي بهير د بیا پېلېدو ډېر امکانات دي.
XS
SM
MD
LG