د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سندرو امېل (د بلال خان بلال رباب هنر)


د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.


په نننۍ خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا له یوه تعلیم یافته زلمي بلال خان بلال سره خبرې کړې دي.

د بلال کمال دا دی چې د موسیقۍ له رسمي زده کړو بغیر یې رباب زده کړی دی او غږوي یې.

بلال تر اوسه په سټوډیو کې سندرې نه دي ثبتې (رېکارډ) کړې او یوازې یې د فېسبوک پر پاڼه له خپلو ملګرو سره شریکوي.

دی وايي، د رباب نومیالي استاد همایون سخي نغمې به یې اورېدې او له هم هغې یې زده کړه کړې ده.

دی په ملاکنډ پوهنتون کې زده کړې کوي او د تاڼې دی.

بلال وايي، پلار ورته غوسه کېږي خو وروڼه یې ملاتړ کوي.

د ده په خبره، له ملګرو سره کښېني، یو یې غزلې وايي او بل ورسره ګېټار غږوي.

له بلال سره نورې خبرې هم شوې دي او د ده نغمې هم د خپرونې برخه دي.

د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG