د لاسرسي ځای

ملاله مینه ده ـــــــ او مینه تل ژوندۍ وي!


ملاله یوسفزۍ

ملاله یوسفزۍ

د صوبې د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان وايي ـــــ د هغه حکومت د ملالې د متنازعه کتاب د مخکتنې د دستورې اجازت نه شي ورکولی. خو که نن ترې چا پوښتنه وکړله چې آیا دا کتاب دې لوستی دی نو غالب امکان دا دی چې ځواب به په نه کې راځي.

د جنورۍ په ۲۸مه نیټه په پېښور کې د مدنې ټولنې او د پیښور پوهنتون د سیمه ایزو مطالعاتو د مرکز (ایریا سټډي سنټر) له خوا د سوات ملالې یوسفزۍ د کتاب ؛زه ملاله یم؛ د مخکتنې دستورې تابیا شوې وه. خو دا دستوره ونه شوه.


خدای خبر چې د خیبر پښتونخوا حکومت دوو وزیرانو ــــ شاه فرمان او عنایت الله په زړه کې څه راغلي ول ــــ چې وړومبۍ يې د وایس چانسلر او رجسټرار له خوا د ایریا سټډي سنټر په مشر ډاکټر سرفراز خان فشار واچولو ــــــ او چې په دغه هم کار ونه شو ـــ نو د کېمپس د پولیسو مشر يې ورپسې واستولو.

د دستورې منتظمین وايي ــــ پولیسو ورته وویل ـــ د مخکتنې د دستورې د امنیت لپاره انتظام نشي کولی.

عجیبه خبره دا ده چې ـــ صوبايي حکومت د پېښور پر جي ټي روډ د یوه مذهبي ګوند د جلسې امنیت ساتلای شي خو په پوهنتون دننه د یوې علمي غونډې له امنیت ساتلو انکار کوي.

په پښتونخوا کې د پښتنو لیکوالو په کتابونو د بندیز خبره نوې نه ده ــــ یو وخت داسې وو چې دلته د غني خان، رحمت شاه سایل او اجمل خټک په کتابونو بندیزونه وو ـــــ نن د هغوی فکرونه ژوندي دي ــــــــ بلېږي ــــ تیارې روښانه کوي ـــ د منزل نوې لارې ښيي او چې چا بندیزونه لګولي وو ــــ خلک يي په نوم اخیستو هم شرم احساسوي.

د صوبې د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان وايي ـــــ د هغه حکومت د ملالې د متنازعه کتاب د مخکتنې د دستورې اجازت نه شي ورکولی. خو که نن ترې چا پوښتنه وکړله چې آیا دا کتاب دې لوستی دی نو غالب امکان دا دی چې ځواب به په نه کې راځي. چې کتاب دې لوستې نه دی نو بیا دا څنګه وايي چې متنازعه دی.

ملاله د سوات ده ـــ د هغې کتاب د دې سیمې په اړه دی ــــ د نړۍ په لویو لویو پوهنتونونو او څیړنیزو مرکزونو کې ورباندې بحثونه شوي دي ـــــــ ستاینه يې شوې ده ــــــــ ولې چې هغه په دې وطن کې د علم او شعور خبره کوي، د رڼا خبره کوي ــــ ښکاره يې کوي او بې ویرې يې کوي. ملاله وايي قلم تر تورې طاقتور دی ــــ هغه وايي بدلون به په علم او پوهه راځي. دا ګناه ده؟ په دې کې کومه خبره متنازعه ده؟

بله دا چې ــــ په پوهنتونونو کې په کتابونو بحثونه نه کیږي ــــ کره او کوټه يې نه کتل کیږي نو چرته به کیږي؟

په پیښور کې خو د ترهه ګرو بریدونو له کبله د کتابونو لوی دکانونه لا د وړاندې تړل شوي دي ـــــ پوهان، لیکوالان او خبریالان په ویره کې ژوند تیروي. اوس په علمي بحثونو هم بندیزونه لګول کیږي ــــــــ لکه چې د وطن واکداران له رڼا وېرېږي ــــــــ لکه چې تیارو ویرولي دي ـــــــــــ هر څه چې دي ـــــــــ خو د فطرت قانون دا دی چې رڼا تل تیارو ته ماتې ورکړې ده .

لیکلي ټکي مقدس وي ــــــــ زمانې بدلې شي ــــــ حکومتونه بدل شي ـــــــ خو ټکي تل ژوندي وي ـــــــــ ملاله خو د مرګ سواګرو په خپل اند وژلې وه ـــــــ خو ژوند او ګټله ــــــــ مرګ ماتې وخوړه ـــــــــ نن هغه هم ژوندۍ ده ــــــــ ټکي يې هم ژوندي دي ـــــــ لکه د مشالونو بلیږي ــــــــــ د نړۍ په هر ګوټ کې ورکو شوو کاروانونو ته د منزل لاره ښيي ــــــــــــ او هغه ورځ لیرې نه ده چې د هندوکش لمنې به هم په خپلو پلوشو روښانه کړي ـــــــ تور مخونه به څرګند کړي ـــــــــــــــ دلته به د امن سندرې ویل کیږي ـــــــ د رڼا خبره به کیږي ــــــ

او د انصاف په نوم به د انصاف وینې نه تویول کیږي ـــــــــــ
ملاله مینه ده ــــــــــــــ او مینه تل ژوندۍ وي.
XS
SM
MD
LG