د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین وزیراعظم له خپلې دندې استعفی وکړه


دا اعلان نن د سېشنبې پر ورځ په داسې حال کې وشو چې؛ د دې هېواد د دوه میاشتنیو شخړو د ختمولو په مقصد د پارلمان خاصه غونډه جوړه شوه.


ازاروف په یوې اعلامیې کې د خپلې استعفی په اړه ویلي؛ د شخړې د سوله ییز حل لپاره د زیاتو سیاسي جوړ جاړیو د امکاناتو برابرولو په مقصد یې استعفی کړې ده.

د اوکراین جمهور رییس یانوکوویچ څو ورځې وړاندې مهم سیاسي مخالف مشر ارسیني یاتڅینیوک ته د وزیر اعظمې د څوکۍ وړاندیز کړی و؛ خو نوموړي دا وړاندیز رد کړی دی.

تېره شپه یانوکوویچ له مخالفو مشرانو سره په کتنه کې موافقه وکړه چې؛ د مظاهرو پرضد لانجمن قانون به چې د جنورۍ په ۱۶مه پارلمان تصویب کړی و؛ لغوه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG