د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خېبر پښتونخوا حکومت د ملالې کتاب مخکتنه پرېنښودله


هند: د کتابونو یوه پلورنځي کې د ملالې ګڼ کتابونه پلورلو ته اېښودل شوي.
هند: د کتابونو یوه پلورنځي کې د ملالې ګڼ کتابونه پلورلو ته اېښودل شوي.

پروفیسر خادم حسین زیاته کړه چې د پښتونخوا حکومت دوه وزیرانو عنایت الله او شاه فرمان په وینا د پښور یونیورسټي انتظامیې او بیا د کېمپس پولیس د دغی دستوری اجازت ورنکړ.

خیبر پښتونخوا حکومت پیښور پوهنتون د سیمه ییزې زدکړې مرکز د هغه دستورې اجازت ورنکړ چې د نهې پر ورځ پکې د ملالې یوسفزۍ د کتاب ؛زه ملاله یم؛ (ای اېم ملاله) مخکتنه کېدونکی وه.


د باچا خان ایجوکیشن فاونډیشن ټرسټ مشر او د دغه دستوری یو منتظم خادم حسین مشال ریډیو ته وویل چې د د سیمه ییزې زدکړې مرکز او یو این جي او اېس پي او په مرسته دوی د ملالې یو سفزې د کتاب مخکتنه په دې غرض جوړه کړې وه، چې په پښتنو کې د علم او پوهې رڼا خورولو په باب د یوې پښتنې جینۍ مبارزه او جزباتو ستاینه وکړل شي، خو صوبايي حکومت د دغه پروګرام په عین وخت دوی ته اجازت ورنګړ.

"خادم حسین زیاتوي (دوی پر موږه دباؤ واچولو، د وايس چانسلر په ذریعه یې پر موږه دباؤ واچولو، خو بهر حال موږه دا دباؤ ونه منلو، بیا د کېمپس د پولیس مشر چې راغلو او هغه وویل چې دا پروګرام تاسو مه کوئ، هغه وویل چې د امنیت خطره ده، او موږ تاسو ته تحفظ نشو درکولی"

پروفیسر خادم حسین زیاته کړه چې د پښتونخوا حکومت دوه وزیرانو عنایت الله او شاه فرمان په وینا د پښور یونیورسټي انتظامیې او بیا د کېمپس پولیس د دغی دستوری اجازت ورنکړ.

د پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان مشال راډيو ته وویل:

"دوی دې له پوهنتونه بهر دا پروګرام وکړي، دا قسمه پروګرامونه اکثره خلک په پرېس کلبونو کې کوي. په تعلیمي ادارو کې د داسي قسمه کتاب اجازت ځکه نشي ورکول کېدائ، چې داسې نو بیا نورلانجمن کتابونه دي، بیا به د هغو مخکتنې ته لاره هواره شي. موږ تعلیم خرابول نه غواړو، ځکه چې زموږ تعلیم له وړاندې خراب دی"

پروفیسر خادم حسین زیاته کړه چې پوهنتون د علمي هلو ځلو او کتابونو د مخکتنو لپاره یو مناسب ځای دی، او د علم او پوهې خبرو لپاره له چا د اجازت اخیستلو ضرورت نه وي.
هغه وویل چې باچاخان ایجوکېشن فاونډیشن او نورې ادارې به د ملالې یوسفزۍ د کتاب مخکتنه هرومرو کوي، ځکه چې پر دې کتاب نه خو په پاکستان کې څه بندیز شته او نه دغه کتاب د مذهب یا د پښتنو د روایاتو خلاف دی.

"نه خو چرته په دغه کتاب باندی پابندی لګېدلې، نه د مذهب خلاف دی، نه د روایاتو خلاف دی، خو بیا دوی دویمه خبره دا وکړه چې تاسو اجازت له چا نه اخیستی دی، نو دعلمي کتابونو یا داسې نور علمي څیزونو لپاره د اجازت اخیستو ضرورت نه وي"

د یادونې ده چې د ملالې یوسفزۍ کتاب آی اېم ملاله باندې په پاکستان کې څه قسم بندیز نشته، خو بیا د وسله والو طالبانو دهړکې ورکړې دي، هغه دوکاندارانو ته به نقصان رسوي، چې دغه کتاب یې د خرڅولو لپاره اېښودی وي.
XS
SM
MD
LG