د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که له افغانستانه نړېوال عسکر ووځي دا هېواد به بهرنۍ مرستې له لاسه ورکړي"


د ناټو عمومي منشي خبرداری ورکړ؛ که چېرې افغان حکومت له امریکا سره ډير ژر دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک نه کړي؛ حکومت ممکن د پوځ لګښتونه پوره نه کړای شي.


انډرس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ وویل؛ که چېرې د روان کال په پای کې له افغانستان څخه بهرني ځواکونه ووځي؛ نو د دې هېواد لپاره به ګرانه وي چې؛ بهرنۍ مرستې تر لاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن ګواښ کړی؛ که چېرې افغان حکومت له متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي؛ له افغانستان څخه به خپل ټول عسکر وباسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG