د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د بندیانو د خوشې کولو په اړه افغان حکومت ته خبرداری ورکړی


د پنټاګون ویاند ډګروال سټیف وارین دوشنبې پر ورځ وویل؛ افغان حکومت د اوه دېرشو بندیانو د خوشې کولو دنده د بګرام زندان په اړه د څېړنې کمیټې ته د سپارلې؛ خو ده خبرداری ورکړ چې؛ یوشمېر دا بندیان د سړک د غاړې بمونو په وسیله په وسله والو حملو کې لاس لري او ځینې نور پر افغان او بهرنیو ځواکونو په حملو تورن دي.


له بګرام زندانه د بندیانو د خوشې کولو مساله د کابل او واشنګټن په اړیکو کې د وروستي کړکېچ له مهمو عواملو څخه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG