د لاسرسي ځای

"کېلاشان خپل دودیز جشنونه نشي لمانځلای"


د کېلاش یوه نجلۍ په خپلو دودیزه جامو کې

د کېلاش یوه نجلۍ په خپلو دودیزه جامو کې

د کېلاش اوسېدونکي وايي، چې دوی لرغوني او تاریخي کلتوروي قدرونه لري، او د پښتونخوا ټولنې ته یې ډېر رنګونه ورکړي دي.

په داسې حال کې چې په پاکستان او په خاصه توګه په خېبر پښتونخوا کې اقلیتونه له یو شمېر امنیتي ستونزو سره مخامخ دي. له همداسې ستونزو سره د چترال د کېلاش قبیلي وګړي هم مخامخ دي.


له مشال راډيو سره په خبرو کې د دغه سیمو خلک وايي، چې پدې ورستیو کې د وسله والو لخوا د دړکو تر لاسه کولو ورسته دوی خپل دودیز او کلتوري مېلې نشي کولای او د امنیت په لړ کې د وېرې ښکار دي.

سید ګل چې دا وخت د کېلاش په کلتور کار کوي او د نېشنل جیو ګرافیک لخوا ورته جایزه هم ورکړل شوې ده، وايي، کېلاش قبیله چې خواوشاه پنځه زره کاله زوړ تاریخ لري او دا وخت يې د وګړو شمېر تر څلور زرو پورې دی، ورته د حکومت لخوا هېڅ مرستې نه تر لاسه کیږي.

سید ګل وايي ، د دوی په سیمو کې یواځې غیر سرکاري ادارې کار کوي خو د بدامني د څو پېښو له وجې هغوی اوس خپل فعالیتونه تر ډیر کم کړي دي .

"د پاکستان چې نورې سیمې محفوظه نه دي نو موږ به خپل ځان څنګه محفوظه احساس کړو، موږ ته ډېرې دړکې ترلاسه شوې دي، کېلاش چې یو قدیمه قبیله ده نو دې ته د ډيرو خلکو پام دي، ځینې قوتونه هڅې کوي چې زموږ مذهب بدل کړي او موږ ووېروي . په ۲۰۱۲م کال کې يو څو بهرني کسان راغلل او یو کېلاشی يې ډیر بی دردۍ سره وواژه، دغسې زما یو خپلوان وسله والو وتښتوو او بیا يې وواژه، نو ما چغې وهلې خو پولیس د مالوماتو لرولو باوجود زموږ سره مرستې نه کولای، نو هغه حکومت چې پخپله محفوظه ندي ، موږ ته به څه تحفظ راکړي."

دغسي په یونان کې مېشت سنکدر کېلاش هم د سید ګل له خبرو سره اتفاق کوي او وايي چې دي د خپل مذهب په اړه ډیر اندیښمن دي.

"دا یوه پېچلې مسله ده، کېلاشیانو ته خو دړکې ورکول کیږي، یو یوناني مرستندویه کارکونکې وو چې په کېلاش کې طالبانو تښتولی وو، بیا د سپېن یو تن وو چې ووژل شو. موږ د مذهبي سختدریځو له وجې له ستونزو سره مخامخ یو او زما په خیال دا په پاکستان کې د ټولو اقلیتونو مسله ده."

کېلاشان اتڼ کوي

کېلاشان اتڼ کوي


د کېلاش یوه بله جینۍ شمیم کېلاش وايي، د یو هیواد د شناختي کارډونو او پاسپورټ په سسټم کې چې د یوي قبیلي لپاره ځای نه وي، نو په هغه هېواد کې به اقلیتونه څنګه خپل ژوند سم تیر کړي او د حکومت لخوا به ورته اسانتیاوې ورکړل شي؟

"په هره دویمه ورځ کېلاشیانو ته دا مالومات ورکول کیږي چې د وسله والو لخوا درته خطر دي ، د دې دړکو له وجې موږ خپلې روایتي میلې نشو کولای، طالبان او ملایان زموږ د کلتوري رسمونو په بنسټ موږ ته دړکې راکوي، موږ په تېرو دریو کالونو کې جوشي، اچاوو، پوو، چاوموس دودیزه مېلې د بدامنۍ له ویرې په سمه توګه نه دي کړي، که موږ د وسله والو د خطرو له وجې دا خپلې راویتي میلې ونکړو نو اخر زموږ راتلونکی نسل او کلتور به څنګه بچ پاته شي."

د اقلیتونو د اتحادي ویاند شیمون الفرډ ګیل وايي، دوی د کېلاش د خلکو ډېرو ستونزې حکومت ته په ګوته کړي خو حکومت پکې پاتې راغلې دي.

"دلته په پاکستان کې خو څوک هم محفوظه نه دی، او بیا کېلاشیان چې به غریزو سیمو کې اوسیږي او په اقلیت کې هم دي نو له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي."

د خېبر پښتونخوا د اقلیتونو د وزیر سورن سنګ په وړاندې مې چې کله د کېلاش د خلکو ستونزي کېښودي نو نوموړي وویل چې حکومت دوی ته د خپلو دودونولمانځلو لپاره پوره تحفظ ورکړی دی.

"ماته خو چا هم نه دي ویلي چې هغوی ته وسله وال دړکې ورکوي ، او دلته په پښتونخوا کې خو تبلیغي مرکزونه، جماعتونه، بازارونه هیڅ څوک محفوظه ندي . زموږ حکومت هڅې کوي چې په سیمه کې امن راشي او ځکه هم موږ له طالبانو سره د مذاکراتو خبره کوو."

د کېلاش اوسېدونکي وايي، چې دوی لرغوني او تاریخي کلتوروي قدرونه لري، او د پښتونخوا ټولنې ته یې ډېر رنګونه ورکړي دي. او په نړیواله کچه ټولنپوهان یې په اړه څېړنې کوي. د دوی په خبره چې د پاکستان حکومت باید ورته پوره امنیت او تحفظ ورکړي.

XS
SM
MD
LG