د لاسرسي ځای

په هنګو کې د پرونۍ بمي چاودنې د مړو شمېر شپږ شو


د خېبر پښتونخوا په هنګو کې د پرونۍ بمي چاودنې له کبله د وژل شوو ماشومانو شمیره شپږو ته رسیدلې ده.

دا ماشومان چې پکې یوه نجلۍ هم شامله ده ټول د یوې کورنۍ دي.

دا چاودنه پرون ناوخته د هنګو په بابر میله کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د لوبو پرمهال دې ماشومانو ته یو لاسي بم په لاس ورغی.

د هنګو مرستیال کمشنر عبدالغفور نن مشال راډیو ته وویل چې د دې پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
XS
SM
MD
LG