د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار ولي خان وايي ، وسله وال د پښتنو سیمې قبضه کول غواړي.


د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وېلي وسله وال د پښتنو سیمې قبضه کول غواړي.

اسفندبار ولي خان دا خبره د چارسدې په ولي باغ کې پرون د باچا خان د شپږ ویشتم او د عوامي نېشنل ګوند د لارښود عبدالولي خان د اتم تلین په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وېنا پر وخت کړېده.

اسفندیار ولي خان وویل چې د حکومت ختمیدو باوجود یې وسله وال د ګوند غړي او مشران په نښه کوي.

بل پلو په پیښور کې د جمعیت علماء اسلام له خوا د یو احتجاجي جلسې پر مهال د یاد ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وویل که حکومت وغواړي نو دی له وسله طالبانو سره د امن په خبرو اترو کې کردار لوبولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG