د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکې او پاکستان ترمنځ ستراتیژیکې خبرې دګل په ورځ پیلیږي



د پاکستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیکې خبرې د ګل ( دوشنبه ) په ورځ په واشنګټن کې پیلیږي.

دپاکستان سرکاري راډیو د اتوار په ورځ په خپله ویب پاڼه لیکلي چې په دې خبرو کې به د پاکستان نمایندګي د وزیراعظم د بهرنیو چارو صلاح کار سرتاج عزیز کوي.

تمه کیږي چې ددواړو خواوو ترمنځ د وزیرانو په کچه په غونډه کې به د کاري ډلو د فعالیت څارنه وشي.

راډیو پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د یو چارواکي په حواله لیکلي چې پاکستان به د امریکې سره خپلو دوه اړخیزو تعلقاتو ته دوام ورکوي.

داسلام اباد او د واشنګټن ترمنځ ستراتیژیک مذاکرات له ۲۰۱۰ کال راهیسې پیل شوي دي ، دواړه هیوادونه د ترهګرۍ پرضد په جنګ کې دیو بل اتحادیان هم دي.

XS
SM
MD
LG