د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې ځانمرګې حمله ، څلور مړه دوه ویشت ژوبل


کابل کې د پولیسو په ګاډي ځانمرګې حمله
کابل کې د پولیسو په ګاډي ځانمرګې حمله


د افغانستان په سرښار کابل کې داتوار په ورځ سهار مهال د پولیسو په یو لیږدونکي ګاډي ځانمرګې حمله وشوه چې په ترڅ کې یې څلور کسان وژل شوي او دوه ویشت نور ژوبل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د افغان پولیسو په حواله لیکي چې په پېښه کې یو ولسي وګړی هم وژل شوی دی.

دافغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي پېښه تائیدوي او وايي چې ځانمرګی برید په کارته نو سیمه کې شوی او په ترڅ کې یې یوه میرمن هم وژل شوې ده.

په کابل کې د جنورۍ په اولسمه نیټه په یو لبناني رستورانت کې ډله ئیزه ځانمرګي بریدونه شوي وو چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې وه، له هغې وروسته دا دوهم لوی برید دی چې ترسره شو. د جنورۍ د اولسمې او ددې تازه برید پړه وسله والو طالبانو قبوله کړې ده.

له افغانستانه نړیوال ځواکونه د روان عیسوي کال تر پایه ووځي او دډیرو سیمو امنیتي چارې افغان ځواکونو ته ورسپارل شوي دي.

XS
SM
MD
LG