د لاسرسي ځای

د کيلاش خلک: پاسپورټ او شناختي کارډ کې د خپل مذهب نوم غواړو


د چترال د کیلاش ځينو قومي مشرانو د خيبر پښتونخوا د وزیر اعلی پرویز خټک سره ملاقات کې غوښتنه کړي چې د شناختي کارډ او پاسپورټ جوړولو په وخت په اړونده فارمونو کې د هغوی د مذهب نوم نه لیکل کیږی او پکار ده حکومت يې دا مشکل حل کړي.

د چترال د کیلاش ځينو قومي مشرانو د خيبر پښتونخوا د وزیر اعلی پرویز خټک سره ملاقات کې غوښتنه کړي چې د شناختي کارډ او پاسپورټ جوړولو په وخت په اړونده فارمونو کې د هغوی د مذهب نوم نه لیکل کیږی او پکار ده حکومت يې دا مشکل حل کړي.


د وزيراعلی پرويز خټک له دفتره په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې راغلي چې د جمعې په ورځ شوي پيښور کې تر دې ملاقات وروسته وزيراعلی په دی ملاقات کی د کیلاش د پرمختګ لپاره د دوه کروړو روپو او د کیلاش يو میډل سکول ته د هايي سکول درجې ورکولو منظوري ورکړه.

د اقلیتونو صوبايي وزیر سردار سورن سنګ نن مشال ریډیو ته وویل چې د کیلاش مشرانو له وزيراعلی غوښتنه وکړه چې پکار ده حکومت د شناختي کارډ او پاسپورټ په فارم کې د هغوی د مذهب د نوم لیکلو لپاره ګامونه پورته کړي.

هغه وويل: ((د کیلاش مشرانو دا ګيله وکړه چې ترننه پورې شناختي کارډ یا پاسپورټ کې د مذهب په خانه کې زموږ د مذهب ذکر نشته او په هغوی کې (نور مذهبونه يا other religions) لیکل کیږی. نو هغوی ويل چې کلاشه د دوی مذهب دی او د مذهب په خانه کې کلاشه لیکل پکاردي. ما دوی ته وویل چې تاسي ما له دی لړ کې لیکلی درخواست راکړئ او موږ به دا له صوبايي اسمبلئ څخه منظور کړو او بیا به يې قامي اسمبلئ ته ولیږو. ما وزیر اعلی ته هم وویل چې ددوی دا غوښتنه پر ځای ده.))

سردار سورن سنګ مشال ریډیو ته وویل چې د کيلاش خلکو شکايت کاوه چې کله کوم بهرني چارواکي چترال ته ورشي نو د کيلاش خلک يې په ګډاګانو او موسيقۍ هرکلی کوي خو وروسته بيا چارواکي د دوی د حال تپوس نه کوي.

که څه هم د خيبر پښتونخوا د کيلاش د ترقۍ لپاره د دوو کروړو روپو اعلان وکړ او رمبور میډل سکول ته يې د هايي سکول درجې ورکولو منظوري هم ورکړه خو د لرغونو مدنيتيونو په اړه څيړنې کوونکی، عادل ظریف مشال ریډیو ته وویل چې د کیلاش د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره دې حکومت په داسې ډول کار وکړی چې ورسره د کيلاش سيمه او خلک ترقي وکړي خو لرغونی کلتور يې خوندي پاتې شي.
XS
SM
MD
LG