د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا او پاکستان بيا سټرټيژيکې خبرې شروع کوي.


ای ايف پي خبري اژانس ليکي راتلونکې هفته پاکستان او امریکا د درې کاله وقفې وروسته سټريټيژيکې خبرې اترې په داسې حال کې شورو کوي چې دواړه له یو بل سره په اړيکو کې استحکام غواړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنې لري.

ای ايف پي خبري اژانس ليکي راتلونکې هفته پاکستان او امریکا د درې کاله وقفې وروسته سټريټيژيکې خبرې اترې په داسې حال کې شورو کوي چې دواړه له یو بل سره په اړيکو کې استحکام غواړي او د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنې لري.


پاکستان او امریکا په 2010م کې سټریټیژيک مزاکرات شروع کړل خو بیا په 2011م کې ايبټ اباد کې د امريکايي پوځيانو په لاس د اسامه بن لادن د وژنې د پېښې په ګډون د نورو بحرانونو له امله د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې اترې پر ځای ودرېدلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري تېر کال د اګست په میاشت کې د اسلام آباد د دورې په وخت د خبرو اترو د بحالېدلو اعلان وکړ. هغه به د راتلونکي ګل په ورځ به د پاکستان د وزیراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز سره په واشنګټن کې ملاقات کوي.

اژانس د یو امریکايي چارواکي د خولې ليکي چې په دغو خبرو اترو کې به امنیتي او اقتصادي همکارۍ ته کتل کیږي او په راتلونکې کې به د اړيکو لپاره يو چوکاټ جوړولو ته پام کیږي. دغه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط ای، ايف، پي خبري اژانس ته زياته کړي چې د دواړو هېوادونو په تېر یو نیم کال کې ډېر کوشش کړی چې تعلقات ېې په مستقلو بنیادونو ولاړ شي.

اژانس ليکي امریکا په داسې حال کې یو وارې بیا له اسلام آباد څخه مرسته غواړي چې د روان کال په آخره کې دغه هېواد خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي. بلخوا د امریکايي ولسمشر براک اوباما انتظامیه د افغان ولسمشر حامد کرزي لخوا امنیتي تړون په دستخطولو کې د وخت اخیستلو له وجې مایوسه شوې ده.

اژانس د یو بل امریکايي چارواکي د خولې ليکي چې د هغه په فکر د امریکا او پاکستان تجزیه یو شان ده. هغه دا چې په سمدستي ډول د امریکا او د نېټو د غېر موجودګي سره غیر مستحکم حالات مخې ته راتللی شي او د طالبانو په ګډون د نورو وسله والو ډلو حوصله زیاتېدای شي.

اې ایف پي لیکي تېر کال په واک کې د راتللو سره سم د پاکستان وزیراعظم نواز شریف له امریکا او هند سره د ښه تعلقاتو د جوړولو ژمنه کړې ده خو کیدای شي نوموړی په هېواد کې دننه له مشکلاتو سره مخامخ شي ځکه چې اوس هم د عمران خان ګوند نېټو ته سامان وړونکی لاره احتجاجاً تړلې ده. بلخوا په هېواد کې دننه تشدد هم یوه مسله ده چې تېر کال په سني شعیه فساد کې 400 شعیاګان ووژل شو.

د اټلانټک کونسل ساوت ایشیا سنټر په نوم د یوې څېړنیزي اداری مشر شجاع نواز وايي په واشنګټن کې نواز شریف ته د یو ممکنه پیاوړی ملګري په توګه کتل کیږي ځکه چې د تېر حکومت په پرتله دی په کور دننه ښه سیاسی حيثيت لري. خو په رپورټ کې راغلي چې دا هر څه دې تکیه کوي چې نوموړی په هېواد کې دننه حالاتو په ښه کولو او په افغانستان کې په استحکام راوستلو کې د امریکا څومره مرسته کولی شي. د شجاع نواز په خبره داسې ښکاري چې پاکستان به د ډرون بریدونو د ګډې کاروايي کولو په باب یو حل وغواړي.

اژانس ليکي د امریکا د کانګریس ډېر غړي د ډاکټر شکیل افریدی د نیولو په لړ کې هم پر پاکستان تنقید کوي او رای یې ورکړې چې 33 ملین ډالره مالي امداد دې تر هغه په پاکستان بند کړل شي تر څو آفریدی نه وي خلاص شوی. پر افريدي تور دی چې امريکا سره يې د القاعده ترهګرې ډلې د مشر، اسامه بن لادن په پيداکولو کې مرسته کړي. بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې ایبټ اباد کې د امريکايي پوځيانو په پټو عملياتو کې ووژل شو.
XS
SM
MD
LG