د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې تېر يو کال کې له درې زرو زياتې ترافيکي پېښې شوي.


د افغانستان د بشر د حقونو خپلواکه اداره وايي په ننګرهار کې د تير يوه کال راهيسې په ترافيکي پيښو کې زياتوالی راغلی دی.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواکه اداره وايي په ننګرهار کې د تير يوه کال راهيسې په ترافيکي پيښو کې زياتوالی راغلی دی. دوی وايي چې په تير يوه کال کې ۳۴۸۴ پيښې د ننګرهار په مرکزي روغتون کې ثبت شوي چې په کې سپاړلس تنه وژل شوي. د دوی په وينا همداراز ۲۶۹ پيښې د ټرافيکو په مديريت کې ثبت شوي چې ۴۵ تنو پکې ژوند دلاسه ورکړی.

د يادې ادارې کميشنره حواعالم نورستانۍ نن جلال اباد کې وويل چې دوی د ټرافيکي پيښو لاملونو پيداکولو لپاره څيړنې پيل کړي ترڅو دغه ستونزې ته د حل لاره ومومي.

(( د دې لامل هيڅ وخت نه دی څېړل شوی چې ولې دا حادثې راپيښيږي. د دې په خاطر چې د دې حادثاتو جرړې راپيدا کړو، ترافيکي پيښې داسې پيښې دي چې د دې امکان شته يعنې چې کنټرول شي، او هغه لاملونه چې دي که هغه له منځه نه ځي، حد اقل کچه يې راټيټه شي، په همدې اساس موږ يو تحقيق شروع کړی او دا تحقيق مو له ننګرهاره پيل کړی دی.))

د ننګرهار د ترافيکو په مديريت کې د ټولي قوماندان، حاجي الله نظر هم دا مني، چې د پخوا په پرتله ټرافيکي پېښې زياتې شوي او د دې د لاملونو يا سببونو په اړه وايي:

(( زموږ د چلوونکو بې احتياطي، يوازې د چلوونکو نه بلکې د ټولو ترافيکي شاميلينو او د ترافيکو له قانونه سرغړونه د ترافيکي باعث ګرځي، د دې سره په څنګ کې زموږ اکثره چلوونکي نشه يي توکي کاروي چې دا پخپله د ترافيکي پيښو باعث ګرځي.))

نوموړي ددې تر څنګ د ګاډو د ټکرونو ځينې نور لاملونه د سړکونو تنګوالی، د موټرو ګڼه ګوڼه او د علمي کچې کموالی په ګوته کوي.







XS
SM
MD
LG