د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا: له ۱۸۰۰۰ ترهګرۍ ځپلو سره مرسته کيږي.


خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې له ترهګرۍ د متاثره خلکو لپاره نړيواله مرستندویه او د پرمختیايي همکارۍ اداره (انټرنيشنل ريليف اينډ ډيوليپمنټ کواپريشن) د بحالۍ يو پروګرام شروع کړی دی.

خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې له ترهګرۍ د متاثره خلکو لپاره نړيواله مرستندویه او د پرمختیايي همکارۍ اداره (انټرنيشنل ريليف اينډ ډيوليپمنټ کواپريشن) د بحالۍ يو پروګرام شروع کړی دی.


دغه اداره به د اغیرمنو خلکو سره د صحت، کاروبار ، هنري زده کړو او ماشومانو د تعلیم په اړه مرسته کوي.

د يادې ادارې يو مشر عدنان شیر مشال راډيو ته وويل چې ددغې پروګرام له مخې به له ترهګرۍ څخه متاثره ۱۸۰۰۰ کسانو سره مرسته وشي.

هغه وايي: (( زموږ پروګرام د ۹۰۰۰ ځپل شویو کسانو لپاره و خو اوس موږ کوشش کوو چې ددې پروګرام له مخې ۱۸۰۰۰ کسانو ته مرستې ورسي. موږ به دوی ته تعلیمي سکالرشپ او روزنې ورکوو. همداراز که د چا پښه یا لاس نه وي نو هغوی ته مصنوعی لاس او پښه جوړوو. په هسپتالونو کې ایمرجنسي وارډونه ښه کولو لپاره هم کار کوو. د چا کاروبار چې د ترهګرۍ له وجې خراب شوي وي نو موږ د هغوی سره کاروبار لپاره مرسته کوو. څوک چې د بمونو او یا داسې نورو پیښو ښکار شي نو هغوی ته بیا خوراکي امداد هم ورکوو))

د نوموړي په وینا پروګرام د سرکاري ملازمينو لپاره نه دی.

عدنان شير وويل هغه کسان چې ځان د دې پروګرام د لاندې د مرستو وړ ګڼي کولی شي د سحر له ۹ بجو د ماښام تر ۵ پورې دوی سره په ۰۸۰۰۲۶۲۶۶ نمبر اړيکې نيولی شي. په ټيليفون کوونکي کوم مصرف يا لګښت نه راځي.

نوموړې زیاتوی چې پر ټيليفون د ثبتونې يا اندراج وروسته دوی دا معلوموي چې آيا هغه کس د مرستو مستحق يا وړ دی او کنه.

نوموړی وايي: (( زموږ کسان ځي او ګوري چې له ترهګرۍ متاثره کس مشکلات څومره دي. موږ د هغوی ستونزو ته په کتو سره ددوی مرسته کوو. د دې پروګرام یوازې د ترهګرۍ ښکار شویو ولسي وګړو ته ګټه رسېږي ځکه چې له دغسي خلکو ماشومان او کورنۍ پاتې شوې او مرستو ته اړه وي. بله دا چې موږ کوشش کوو چې خیبر پښتونخوا حکومت او داسې نور د واک اختيار خلکو سره یو ټرسټ جوړ کړو چې د دې پروګرام د ختمیدو وروسته هم د هغه ټرسټ په بنیاد ترهګرۍ ځپلو خلکو سره مرسته جاري پاتې شي.))

د نړيوالې مرستندویې او پرمختیايي همکارۍ ادارې (انټرنيشنل ريليف اينډ ډيوليپمنټ کواپريشن) دا پروګرام به ۲۰۱۵ کال پورې دوام ولري.
XS
SM
MD
LG