د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړمېشتي قومونه د رڼو انتخاباتو غوښتونکي شول


په کابل کې د کونړ د میشتو قومونو د یووالي سرتاسري شورا د شفافو انتخاباتو په ترسره کیدو ټينګار کوي.

په کابل کې د کونړ د میشتو قومونو د یووالي سرتاسري شورا د شفافو انتخاباتو په ترسره کیدو ټينګار کوي.


په کابل کې د دې شورا یو شمېرغړي د جمعې په ورځ د یوې غونډې پر مهال د رڼو او سراسري انتخاباتو ترسره کیدل مهم وبلل.

په عین حال کې ځیني کارپوهان بیا په اوسنیو شرایطو کې د سراسري انتخاباتو د ترسره کیدو په مخکې امنیتي ستونزې لوی خنډ بولي.

د شفافو انتخاباتو ترسره کیدو ته د خلکو اندیښنې په داسې حال کې زیاتې شوي دي چې افغان چارواکو تل ټينګار کړی چې راتلونکي انتخابات به پرته له كوم خنډ نه په شفاف ډول ترسره شي.

دا ځل د کونړ ولایت د قومونو یو شمېر استازي د انتخاباتو د شفایت په اړه اندېښنه څرګندوي.

په کابل کې د دې شورا یو شمېر غړو د جمعې په ورځ ټينګار وکړ چې؛ راتلونکي انتخابات باید شفاف سراسري اوعادلانه وي.

په کابل کې د کونړ د قومونو د شورا رییس محمد فیاض ساپي په دې اړه وویل:

"اجنډا یواځې انتخاباتو لپاره ځانګړې شوې ده، موږ په هېواد کې شفاف انتخابات غواړو، تفاهم او اتفاق غواړو."

له دې وړاندې یو شمېر سیاسي ډلو او مدني ټولنو هم د انتخاباتو شفافیت ته اندیښنه څرګنده کړې وه.

خو یو شمېر د سیاسي چاروکارپوهان بیا امنیت د شفافو انتخاباتو د ترسره کیدو په مخ کې لوی خنډ بولي.

د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل:

"زه فکر کوم هغه انتخابات چې موږ غواړو او په اساسي قانون کې تیرې یادونه شوې دا به ناممکن وي، د انتخاباتي مرکزونو امنیت په کامل ډول نه دی خوندي شوی او خلکو هم مکمل د رایو کارټونه نه دي اخیستې په دې ډول به څنګه شفاف انتخابات ترسره شي."

نوموړي وویل، چې د انتخاباتو کمیسون باید لومړې د انتخاباتو امنیت ته جدي پام وکړي.

له بلې خوا د ملي ډیمکراتیک انسټیټیوټ چې مرکز یې په امریکا کې دی، د څیړنې هییت څو میاشتې مخکې وویل، چې که د افغانستان راتلونکي انتخابات غیرشفاف وي په دې هېواد کې به سیاسي شخړې رامنځ ته کړي.

په عین حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون مسولین وايي، چې د شفافو انتخاباتو ترسره کیدو لپاره په جدي ډول هڅې کوي.

د دغو چارواکو په وینا د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په اونۍ کې دوه ځله له امنیتي مسولینو سره د انتخاباتو امنیت په اړه خبرې کوي.

له بلې خوا یو شمېر خلک د انتخاباتو له خپلواک کمیسون څخه غواړي چې د تقلب د مخنوي په خاطر باید دغه کمیسون دعامه پوهونې پروګرامونه ډير کړي.
XS
SM
MD
LG