د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: د سولې راوستو پرته امريکا سره امنيتي تړون لاسليکول جفا ده


افغان ولسمشر حامد کرزی وايي تر څو چې امريکا سره امنيتي تړون افغانستان لپاره د سولې پيغام ونه لري تر هغې پورې يې لاسليک کول د هيواد او خلکو سره جفا ده.

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي تر څو چې امريکا سره امنيتي تړون افغانستان لپاره د سولې پيغام ونه لري تر هغې پورې يې لاسليک کول د هيواد او خلکو سره جفا ده.

نوموړړي نن کابل کې خبريالانو ته وويل چې امريکا بايد د جګړې د ختمولو لپاره پر پاکستان فشار واچوي. هغه وويل چ واشنګټن څو واره ويلي چې طالبان پاکستان کې خوندي ځايونه لري نو که دا سمه ده نو بيا خو زموږ سوله د پاکستان او امريکا پورې اړه لري.

هغه زياته کړه: ((افغانان واضحه تګلاره غواړي. امريکا دې خپل دريځ واضحه کړي چې زه خپل ملت ته ووايم چې امريکا په دې کار کې بې اختياره ده. داسې نه شي کيدای چې واشنګټن اعلانونه کوي او وضاحت نه ورکوي. داسې متحد موږ نه غواړو چې غل ته وايي غلا وکړه او د کور خاوند ته وايي کور دې څاره.))


واشنګټن ويلي چې دا تړون د افغانستان په ګټه دی خو که کابل ورسره امنيتي تړون لاسليک نه کړي نو دا کال به خپل ټول پوځيان له افغانستان څخه وباسي. له بلې خوا ولسمشر کرزي بيا بيا ويلي چې امريکايي پوځيان بايد د افغانانو د کورونو تالاشي ودروي، په هوايي بريدونو کې د ولسي وګړو ژغورل خوندي او سوله يقيني کړي.

ښاغلي کرزي نن وويل چې امريکا د پاکستان متحد او همکار هيواد دی نو بايد ثابته کړي چې د افغانستان د سولې لپاره يې ريښتيني ګامونه اخيستي خو زياته يې کړه چې تر اوسه ورته دغسي ثبوت نه دی ورکړل شوی.

ولسمشر کرزي وويل: ((موږ له دې شرطه په هيڅ صورت نه تيريږو چې امريکا دې د سولې پروسه شروع کړي. د سولې د پروسې شروع کول په دې مانا چې هيڅ يو امريکايي ونه شي کړلی چې د دسيسو په جوړولو، د جنګ يا د بې امنۍ په دوام او زموږ د فکر او حالاتو د کنټرول په ترڅ کې زموږ هيواد ملک الطوايفي (خپل سرۍ )خواته بوځي.))

تر هغې وروسته چې د باګرام زندان څخه د افغان چارواکو په لاس د بنديانو د خوشي کېدو په اړه امريکا انديښنې ښودلي او دا رپورټونه راغلل چې اکثره بنديان تر خلاصيد وروسته بيرته د طالبانو ترڅنګ د جګړې ميدان ته ورغي، نن افغان ولسمشر دا د غربي مطبوعاتو تبليغات وبلل. هغه ومنله چې کيدای شي يو څو خوشي شوي کسان بيرته د جګړو کرښو ته ورغلي وي خو زياته يې کړه چې دا بنديخانه د طالبانو د پيدا کولو فابريکه وه.

د افغانستان ډيرو سياستوالو او د يوې لويې جرګې له لارې قومي مشرانو له ولسمشر حامد کرزي غوښتي چې امريکا سره دې امنيتي تړون وکړي خو نوموړی له خپلې خبرې نه دی اوښتی او وايي چې اول يې بايد امريکا شرطونه ومني. که دا تړون وشي نوځينو امريکايي پوځيانو ته به د دې کال وروسته افغانستان کې د پاتې کېدو قانوني لار برابره شي.
XS
SM
MD
LG