د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمرود: په جرګو د رشوتونو مخنیوی لپاره غونډه وشوه


د خیبر ایجنسۍ په جمرود تحصیل کې د جرګو له لارې خلکو ته دستی انصاف ورکولو ، د مقدمود زر فیصلو او د جرګو نه د رشوت ختمولو د پاره تیره ورځ یوه غونډه اوشوه چې پکې د جمرود پولیټیکل چارواکو او په لسګونه ځایی مشرانو ګډون وکړ.


د دغې غونډې په مهال د جمرود مرستیال پولیټیکل ایجنټ جهانګیر اعظم وزیر مشال ریډيو ته وویل:

"چې دوی ته داسې شکایتونه تر لاسه شوی وو چې دوی ځایي مشرانو یا د جرګې غړو ته کومې مقدمې حواله کړي نو په هغې کې رشوتونه اخیستل کیږی، د خلکو په مقدمو فیصلې تر اوږدې مودې پورې ځنډول کیږي، او ځایی قبایلو ته په وخت انصاف نه ملاویږي نو دې د پاره دوی د کوکی خیل قام دغه غونډه راوبلله او د سرکاری جرګو د پاره یی یو شمیر نوي جرګه ایز وټاکل، او دغه پریکړې یی وکړې چې د پولیټیکل چارواکو له خوا دوي ته کومې مقدمې حواله شی نو په هغې به لګ تر لګه یوه میاشت کې فیصله کوی، رشوتونه به نه اخلی، او د خلکو ترمنځ به د شخړو د هوارولو د پاره کوټلی ګامونه پورته کوی"

په دې غونډه کې شریک یو ځایی مشر ملک فیض الله جان کوکی خیل وویل:

"دوي د کوکي خیل قام د یو سل او شلو (۱۲۰) کسانو لویه جرګه وټاکله او دغه کسان به اوس د ځایی خلکو ترمنځه په عدل او انصاف سره کشالې هواروی،او دوی به رشوتونه نه اخلی، او زر تر زره یانی په دیرشو ورځو کې دننه به په مقدمو فیصلې لیکی،او مونږ ټول به د حق ملګرتیا کوو"

یاده دې وی چې په فاټا یا قبایلی سیمو کې د (ایف سی آر) فرنټیر کرایمز ریګولیشن قانون تر لاندې د پولیټیکل انتظامېې عدالتونه د یوې لانجې مقدمه د جرګې غړو ته وسپاری او دغه جرګه ایز بیا د فریقینو نه واک واخلی او د هغوی ترمنځه د قبایلی رواج مطابق یوه فیصله ولیکی، او بیا یی د مرستیال پولیټیکل ایجنټ په عدالت کې جمع کړی او او هغوی بیا پرې کورټ آرډر یا عدالتی حکم جاری کړی، او فریقینو ته یی واوروی.

د ویلو وړ ده چې د جرګې غړو ته د دغې کار په بدل کې پولیټیکل چارواکی مراعات ورکوی.....
XS
SM
MD
LG