د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د مستونګ د پيښې شییعه قربانيان خاورو ته وسپارل شو


کوټه: د مستونګ د پيښې شییعه قربانيان خاورو ته سپارل کېږي. ۲۴م جنوري ۲۰۱۴
کوټه: د مستونګ د پيښې شییعه قربانيان خاورو ته سپارل کېږي. ۲۴م جنوري ۲۰۱۴

له رسنوالو سره تردې خبرو وروسته چودري نثار احتجاج کوونکو ته هم لنډه وينا وکړه، او هغوی ته يې هم د نورو ورته پېښو د مخنيوي مکمل ډاډ ورکړ.


د کوټې په عملدار سړک د اهل تشيع له خوا له مړيو سره احتجاج تر اووه دېرش ساعته وروسته ختم شو، او هم نن د جمعې په ورځ يې ټول مړي خاورو ته وسپارل.

د پاکستان د وزیراعظم میانواز شریف په امر د کورنيو چارو د وزیر چودري نثار په مشرۍ کې يو پلاوی چې په کې د پاکستان د اطلاعاتو وزیر پرویز رشيد، د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ او يو شمېر نور صوبايي وزیران هم ورسره وو، د زیارت او جمعې په منځنۍ شپه يې د عملدار سړک په قندهاري امام باړه کې د اهل تشیع له مشرانو سره شاوخوا يو نيم ساعت خبرې وکړې، او ددوی د ټولو ستونځو د هوارولو باور يې ورکړ. د اهل تشیع له مشرانو سره تر ملاقات وروسته چودري نثار له رسنوالو سره په خبرو کې وویل ؛ په دې پېښه کې ککړ کسان به په هرصورت نيول کېږي، او سزا به ورکول کېږي؛.

؛ زموږ د اهل تشیع په خاصه توګه د هزاره قام له مشرانو سره اوس خبرې اترې او صلاح مشوره وشوه. موږ دوی ته د وزیراعظم او وفاقي حکومت پيغام راورساوو. او باور مو ورکړ چې مرکزي او صوبايي حکومت به ددې پېښې تر شا چې څوک هم وي، که خدای کول په هغوی پسې به ځي، هغوی به د قانون منګولو ته سپاري، او دا ترهګر خوندي نشي پاتې دلای؛.


د پاکستان د کورنو چارو وزیر له رسنوالو سره خبرې کوي. ۲۴م جنوري ۲۰۱۴
د پاکستان د کورنو چارو وزیر له رسنوالو سره خبرې کوي. ۲۴م جنوري ۲۰۱۴
له رسنوالو سره تردې خبرو وروسته چودري نثار احتجاج کوونکو ته هم لنډه وينا وکړه، او هغوی ته يې هم د نورو ورته پېښو د مخنيوي مکمل ډاډ ورکړ. چې ورسره سم د هزاره ډيموکرېټګ ګوند مشر عبدالخالق هزاره ددې احتجاج د ختمېدو او د مړيو د ښخولو اعلان وکړ. له دې سره بیا هم نن دجمعې په غرمه د ټولو وژل شويو شیعه زیارت کوونکو د جنازې مراسم ترسره شوو، او د کوټې د عملدار سړک په بهشت زینب هيدره کې خاورو ته وسپارل شوو.
د پاکستان د کورنو چارو وزیر د اهل تشییع له مشرانو سره د غونډې پر مهال. ۲۴م جنوري ۲۰۱۴
د پاکستان د کورنو چارو وزیر د اهل تشییع له مشرانو سره د غونډې پر مهال. ۲۴م جنوري ۲۰۱۴

تردې وړاندې د جمعرات او جمعې په منځنۍ شپه له مړيو سره په دې احتجاج کې شریک يوه تن جواد هزاره چې د کور يې څلور تنه وژل شوي وو، او د هغوی تر زنې ناست وو، له مشال راډيو سره يې په خبرو کې وویل ؛په دې په ساړه ژمي کې خلک هيټرو ته ناست دي، خو دده د کورنۍ غړی په دې يخ کې هم په برف کې پراته دي؛.

جواد هزاره په زړه غوني ږغ مشال راډيو ته وویل:


؛ دلته اوبه څښو، دلته چای څښو، خوب چېرته دی وروره! کله خوب راځي. په دې حال کې نه موږ خوب راځي، نه وږي يو او نه هم تږي يو. په زړه مې درد دي، که ډوډۍ مخامخ هم وي، زړه ته مې نه کېږي، زړه مې خوږېږي؛.


د ویلو وړ ده چې د سې شنبې په شپه د مستونګ په درينګړ سیمه کې په ځان وژونکي برید کې شاوخوا ۲۶ شیعه زیارت کوونکي وژل شوي وو، چې تر هغه وروسته يې کورنيو د اووه دېرش ساعتونو لپاره له مړيو سره احتجاج وکړ. او د جمعرات او جمعې په منځنۍ شپه يې نه يواځې په کوټه، بلکې د پاکستان په ټولو ښارونو کې دا احتجاج ختم کړ.

هېره دي نه وي، چې په کوټه او نورو سیمو کې شیع مسلکه هزاره ګان له تېرو څوارلسو کلنو راهیسې د وسله والو له لوري وژل کېږي، چې پړه يې رسنيو ته سني افراطي وسله والې ډلې قبولوي.
XS
SM
MD
LG