د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې یو سیمه ییز خبریال نوراحمد نوري وژل شوی دی


په هلمند کې یو سیمه ییز خبریال نوراحمد نوري په مرموزه توګه وژل شوی دی.

د نوموړی مړی پرون د لښکرګاه ښار په شورمانو سیمه کې موندل شوی. کورنۍ یې وايي چې هغه د همدې ورځې په سهار له خپل کور څخه نادرکه شوی و چې وروسته یې مړی وموندل شو.


نور احمد نوري د هلمند د بست راډیو د دیني خپرونو چلونکی و او د نوموړې ورور رفیع الله قلم وايي چې؛ په دې ورستیو کې یې له نیویارک ټایمز سره هم د راپورونو په جوړولو کې همکاري کوله.

د دې وژل شوي خبریال کورنۍ له چارواکو غوښتي دي چې دده قاتلین دې ونیسي.

د هلمند والي حاجي محمد نعيم د دې سیمه ییز خبریال په وژل کیدو ښپګان ښودلې او ژمنه یې کړې چې په دې قتل کې لاس لرونکې به پیدا کړي.

تردې وړاندې په هلمند کي په دوه زره اتم ميلادي کال کې د بي بي سي راډیو او پژواک خبري اژانس خبريال عبدالصمد روحاني هم د نا څرګندو کسانو له خوا ووژل شو چې چارواکي یې تراوسه د قاتلانو په نیولو کې پاتې راغلې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG