د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې اهل تشیع هزاره ګانو خپل احتجاج پای ته رسولی دی


دوی خپل احتجاج بېګا تر هغې وروسته ختم کړ چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان له یوه پلاوي سره ورغی او د هزاره ګانو له مشرانو سره یې خبرې وکړې.

دوی خپل احتجاج بېګا تر هغې وروسته ختم کړ چې د پاکستان کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان له یوه پلاوي سره ورغی او د هزاره ګانو له مشرانو سره یې خبرې وکړې.


تر خبرو وروسته چودري نثار خبریالانو ته وویل چې دوی اهل تشیع ته باور ورکړی دی چې د مستونګ پېښې تر شا کسان به نیسي:

له چودري نثار سره د اطلاعاتو وزیر پروېز رشید، د بلوچستان اعلا وزیر ډاکتر عبدالمالک بلوڅ او یو شمېر نور صوبايي وزیران د کوټې علمدار سړک ته ورغلي ول.

د سې شنبې پر ورځ په مستونګ کې د شیعه زیارت کوونکو پر بس په ځانمرګي برید کې له ۲۵ زیات کسان وژل شوي او لسګونه ژوبل شوي ول.

کوټه
تم شئ
نښلول
کوټه
په لاس د مشال راډیو

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:46 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG