د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ملي ټیم نن سریلانکا ته ځي


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان ملي ټیم نن سریلانکا ته ځي.د دغه بورډ ویاند فرید هوتک مشال راډیو ته وویل، یاد ټیم به په سریلانکا کې د اسیايي جام د لوبو لپاره تمرین وکړي او هم به د نړېوالو سیالیو لپاره د ښه چمتوالي په خاطر په خپلو کمزورو برخو کې کار وکړي.


له یاد ټیم سره چې پرون یې شامل غړي معلوم شوي د ملي ټيم روزونکی ملتیا کوي او هلته به د بیټینګ په برخه کې یو بل روزونکی هم وګمارل شي.

تمه ده اسیايي جام سیالۍ چې افغانستان ته سږکال غړیتوب ورکړل شو او نړېوال شل اوریزجام په بنګله دیش کې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG