د لاسرسي ځای

"کابل کې برېد د ځوان امرالدین ارمانونه خاوری کړل"


د کابل ښار په وزیر اکبر خان سیمه کې پر لبناني رسټورانټ ځان وژونکي برید، د امرالدین په نامه یو، دوه ویشت کلن زلمی هم وواژه.

د کابل ښار په وزیر اکبر خان سیمه کې پر لبناني رسټورانټ ځان وژونکي برید، د امرالدین په نامه یو، دوه ویشت کلن زلمی هم وواژه.


کورنۍ یې د چهارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، زوی یې په دې رسټورانټ کې شپه او ورځ د ګارسون او ګارډ په توګه کارکاوه څو د کور خرڅ وګټي او دومره پیسې جمع کړي چې کوژدن پرې وکړي.

راپورونه وایي، په دې حمله کې، دیارلس بهرنیان او اته افغانان وژل شوي دي.

په دې ځان وژونکې حمله کې د امرالدین په نامه د وژل شوي دوه ویشت کلن زلمی کورنۍ وایي، امرالدین د دې کورنۍ یوازینی کس و چې، د کورنۍ خرڅ ور په غاړه و.

د چهارشنبی په ورځ مو هڅه وکړه چې د وژل شوي د کورنۍ له غړو سره خبرې اترې ولرو.

له نیکه مرغه هڅو مو نتیجه ورکړه.

دوي د کابل ښارد تایمني په سیمه کې د لوړو ودانیو ترشاته، په یوه نیم ځاله کرایي کور کې کې اوسیدل.

د امرالدین د کورنیو غړو ویل، هغه یوغیرتي زلمی و، ځان یي مجبور کړی و، چې شپه او ورځ کار وکړي او خپل پلار مور، خویندې او وروڼه د نورو له احتیاجه وژغوري.

دی د کابل ښار د وزیراکبرخان په سیمه کې د ورځې د ګارسون او د شپې له خوا د ساتونکي دنده ترسره کوله.

مور یې روشن نومیده او په داسې حال کې چې په سلګو سلګو یې ژړل مشال راډیو ته وویل، د زلمي زوی وژل کېدو یې، د ټولې کورنۍ روحیه هم ووژله:

"د پلار ملا یې پرې ماته شوه، زه هم ورپسې ړنده شوم او د ده راتلونکې هم برباد شوه.

خدای دې هغه دنیا ښه کړي، په همدې اوونۍ کې مې زړه و چې کومه نجلۍ ووینم او کوژدن ورته وکړم.

په دې ورځ مې ورسره مشوره کوله، هغه وویل، ناوخته دی کارته ځم دوه ویشت کلن زلمی و."

د امنیتي مسئولینو د معلوماتو له مخې، د تیرې جمعې پر ماښام په دې برید کې یوویشت کسان وژل شوي چې دیارلس یې بهرنیان و.

پلار یې "صلاح الدین" وویل، تر نهم ټولګي زده کړې وې، د زده کړو له دوام سره یې مینه لرله خو بې وسۍ یې د ارمانونو لاره بنده، ښوونځی یې پریښود او کار ته یې ملا وتړله.

ده شپه او ورځ په ځان یوه کړې وه چې کورنۍ یې هوسا او وړې خویندې او وروڼه یې د ده په شان له زده کړو بې برخې نه شي.

صلاح الدین وویل، اصلاء د پروان ولایت د شیخ علي د ولسوالۍ اوسیدونکې خو ډیره موده یې په کابل ښارکې تیره کړې ده.

ده وویل، سره له دې چې په خپله د درنو کارونو د کولو توان نه لرم خو بیا هم د کار په لټه کې وم.

ده دا هم وویل زوی یې له شوقه نه بلکې له مجبوریته کار ته غاړه ایښې وه:

"یو کس له مجبورې څخه خپل سر قربانوي چې یوه ګوله ډوډۍ پیدا شي.

که مجبورنه وي، له کوره هم نه وځي.

موږ مجبور وو، چې خپل زوی مو هلته ولیږه."

د ترور زوی چې حیات اله نومیده او له خپلې ترورسره د غم په ټغرناست و، د امرالدین د کړو وړو په هکله یې وویل:

"ما کابو څلور کاله په دې رسټورانټ کې کار کړی، دی هلته ما دندې ته وړې و.

ښه، تکړه او غیرتي هلک و، ملګرو سره يي ښه رویه کوله.

د ورځې ګارسون و او د شپې به یې د ګارډ دنده ترسره کوله. په انګلیسي، اردو او لږ لږ په پښتو هم پوهیده."

دا لومړی ځل نه دی چې په داسې پیښو کې ملکي خلک وژل کېږي بلکې له شاوخوا دیارلسو کلونو راهیسې په دې هېواد کې، دا لړۍ روانه ده.

سربیره د مخالفینو په ځان وژونکي حملو چې بې ګناه خلک په کې وژل کېږي، په ځینوعملیاتو کې هم د ملکي خلکو ژوند خوندي نه دی.

دیني عالمان ځان وژونکې حملې، د اسلام له اصولو خلاف ګڼي.

صلاح الدین وايي، هیڅکله د خپل زوی وژونکې نه بخښي او له حکومته غواړي چې د دې حملې عاملین دې ونیسي او سخته سزا دی ورکړي:

"زه وایم که زه د کرزي پرځای وم، داسې خاین په دار ځړاوه.

که داسې لس کسان په چوک کې اعدام شي، بل څوک داسې کار نه کوي او که ولیدل شو، بیا دې ما په دار کړي."

راپور: خان محمد "سیند"
XS
SM
MD
LG