د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که حکومت د ترهګرو ضد عملیاتو ډاډ رانکړي، مړي نه ښخوو"


"که د ترهګرو ضد عملیاتو ډاډ رانکړي، مړي نه ښخوو"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:10 0:00

"که د ترهګرو ضد عملیاتو ډاډ رانکړي، مړي نه ښخوو"

د اهل تشیع په سلګونو ځوانانو، سپين ږيريو، ماشومانو او مېرمنو ټوله شپه هم د ژمي په دې ساړه یخ کې له خپلو مړيو سره د احتجاج په توګه تېره کړه

په کوټه کې د شییعه مسلمانانو له خوا له مړيو سره احتجاج نن د (زیارت/پنجشنبه) دویمه ورځ هم روان دی، او غوښتنه لري چې تر هغو خپل مړي خاورو ته نه سپاري، چې د پاکستان مرکزي حکومت استازي له دې ډاډ سره ورغلی نه وي، چې د ترهګرو پر ضد به عملیات پېلوي.


د مستونګ په درينګړ سیمه کې د سېشنبې پر ماښام په ځانمرګي برید کې د وژل شويو مړي لا هم خاورو ته سپارل شوي نه دي. د مړيو کورنۍ له سلګونو نورو شییعه مسلمانانو سره د عملدار سړک د شهيدانو پر څلور لاره ناست دي، او له مړيو سره يې احتجاج روان دی. د دې مړيو خپلوان او د اهل تشیع مشران وايي ؛تر هغه به يې له مړيو سره احتجاج روان وي، چې تر څو په کوټه او نورو سیمو کې د ترهګرو پر ضد عمليات پېل شوي نه وي. د چارشنبې په ماښام د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ د صوبې د کابینې له غړيو سره په لومړي ځل علمدار سړک ته ورغی او له احتجاج کوونکو سره يې خبري وکړې. د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره ډاکتر مالک او د هغه کابینې ته وویل ؛دوی ډېر صبر کړی، ډېر مړي يې خاورو ته سپارلي، خو نور زغم نه لري؛.

؛موږ دا نه غواړو چې په موږ کې څوک لغړیان پيدا شي، موږ دا نه غواړو چې په موږ کې دې هم ترهګر پيدا شي. که چېري تاسو د دې پېښو مخنیوی ونه کړئ او يواځې دا پنځوس وسله وال ترهګر ونه نیسئ نو بیا که له دې خوا دوه سوه، يا پنځه سوه او يا هم ټوله وګړي پر همدې لار ولاړل، بیا به څه کېږي؛.

ډاکتر مالک د وژل شويو کورنيو ته ډاډ ورکړ چې صوبايي حکومت او ملګری به يې د ورته پېښو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کوي او نور به ورته پېښې په هيڅ صورت ونه زغمي. خو د اهل تشیع مشرانو د ډاکتر مالک بلوڅ تر ورتګ وروسته بیا هم وویل ؛احتجاج نه ختموي او د دوی په خبره تر هغو به دوام ولري، تر کومه چې يې د وسله والو پر ضد عملیات پېل کړي نه وي؛.

د اهل تشیع په سلګونو ځوانانو، سپين ږيريو، ماشومانو او مېرمنو ټوله شپه هم د ژمي په دې ساړه یخ کې له خپلو مړيو سره د احتجاج په توګه تېره کړه او پوښتنه يې کوله، چې دوی په کوم تور وژل کېږي؟

په دې احتجاج کې شريک د اهل تشیع يوه ځوان علي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل ؛په شپو ورځو له مړيو سره احتجاج کول د دوی لپاره هم ډېر ګران کار دی، خو د ده په خبره همدې ځای ته يې اوس په زوره درولي دي؛.

؛ له مړيو سره احتجاج کول او هغوی خاورو ته نه سپارل دا یو قسم اخري حد دی، چې موږ يې د دې لپاره کوو، چې په حکومت او خلکو کې لږ څه احساس پيدا شي. او دا ډېره د شرم خبره ده، نه يواځې د حکومت لپاره، بلکې د ټولو قامونو د وګړيو لپاره هم... خو بیا به هم موږ دا احتجاج تر هغو ختم نه کړو چې زموږ غوښتنې منل شوې نه وي؛.

که څه هم پرون د چارشنبې پر ورځ په کوټه کې د دې پېښې پر ضد د کاربنديز اعلان شوی وو، او ټول بازارونه د احتجاج په توګه بند وو، نن د پنجشنبې (زیارت) پر ورځ د کوټې نور ښار خلاص دی، خو د اهل تشیع مېشتو سیمو لکه هزاره ټاون او مري اباد کې لا هم ټول بازارونه تړل شوي، او ټول وګړي يې په دې احتجاج کې ګډون کوي.

هېره دي نه وي، چې له تېرو څو کلونو راهیسې اهل تشیع وګړي په کوټه او نورو سیمو کې د وسله والو ډلو له خوا وژل کېږي، چې تردې وړاندې هم څو واره دوی له مړيو سره احتجاج کړی. ورته احتجاج د ۲۰۱۳ عیسوي کال د جنورۍ په مياشت کې هم شوی وو، چې د هم هغه احتجاج له امله بیا د پاکستان د هغه وخت وزیراعظم راجه پرویز اشرف کوټې ته راغلی او ددوی په غوښتنه يې د هغه د وخت د وزیراعلی نواب اسلم رييساني صوبايي حکومت ور ختم کړ او په صوبه کې يې د دوو مياشتو ګورنر راج نافذه کړ.
XS
SM
MD
LG