د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: تیرا کې پاکستاني پوځ د ۱۶ وسلوالو وژلو ادعا کړې


د تیرا کډوالو خوندي سیمو ته کډه پر سر رهي دي
د تیرا کډوالو خوندي سیمو ته کډه پر سر رهي دي

خو وسلوالو طالبانو په خپله تر دې دمه د دغه قوماندان د وژل کیدو او نورې مرګژوبلې په اړه هېڅ سپیناوی نه دی کړی او نه هم له ازادو سرچینو د دې پېښې تصدیق شوی دی.

د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو ادرارې یا (آی اېس پي آر) یو چارواکي د خپل نوم نه څرګندولو په شرط مشال ریډيو ته وویل، چې(( د نهې په ورځ د خېبر په لرې پرته سیمه تیرا کوکي خیلو کې پاکستاني جېټ الوتکو د وسلوالو یو شمېر مرکزونه په نښه کړي دي او وسلوالو طالبانو ته یې ځاني او مالې زیانونه اړولي دي. خوا شا شپاړس وسلوال پکې وژل شوي دي او یو شمېر پکې ژوبل دي)


دوی وایي چې په تیرا کوکي خېلو کې یې توت دره، سیخ کوټ، او دوه توی سیمې په نښه کړې دي، او دلته یې د وسلوالو څلور مرکزونه او یو تربیتي کېمپ هم له منځه وړی دی)) د دوی په خبره وسلوالو پرون په سېشنه د بیا بمبارۍ له ویرې خپل وژل شوي کسان نه شو پورته کولی نو دغه کسان یې تیره شپه ناوخته د مرکزونو د ودانیو له کنډکپرو راوویستل.

یاده دې وي چې ځینې امنیتي ادارې او رسنۍ د وژل شوو وسلوالو شمېره ۳۳ ښيي.
د یادې پوځي ادارې چاراکو وویل:

(( په دې بمبارۍ کې د مومندو اېجنسۍ او د دره آدم خېلو طالبان په نښه شوي دي او ادعا یې وکړه چې د حافظ سعید په نامه پکې یو مهم طالب قوماندان هم وژل شوی دی))

خو وسلوالو طالبانو په خپله تر دې دمه د دغه قوماندان د وژل کیدو او نورې مرګژوبلې په اړه هېڅ سپیناوی نه دی کړی او نه هم له ازادو سرچینو د دې پېښې تصدیق شوی دی.
XS
SM
MD
LG