د لاسرسي ځای

تازه خبر

مستونګ کې د ازبک وسله وال وژنې ووېرولم. ډاکتر مالک بلوڅ


کوټه: شییعه ګان خپل مړي نه ښخوي
کوټه: شییعه ګان خپل مړي نه ښخوي

د بلوچستان وزیراعلا ډاکټر مالک بلوڅ وايي، د چارشنبې ورځې له پېښې داسې ښکارې چې د پاکستان تر قبایلي سیمو وروسته بهرني ترهګر (ازبک، چيچن او عرب ترهګر) بلوچستان ته هم راغلي دي.

د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ وايي د چارشنې په ورځ د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د امنيتي چارواکو په عملیاتو کې د يوه ازبک وسله وال ترهګر وژنې سخت ويرولی دی. ازبک وسله وال نن د چارشنبې پر ورځ له امنیتي ځواکونو سره له یو شمېر نورو وسله والو سره هغه مهال ووژل شو چې کله یې د یوه هسپانوي سېلاني پر امنيتي بدرګه برید وکړ. په پېښه کې د لېویز شپږ سرتېري هم ووژل شول.


د وزیراعلا په خبره د چارشنبې ورځې له پېښې داسې ښکارې چې د پاکستان تر قبایلي سیمو وروسته بهرني ترهګر (ازبک، چيچن او عرب ترهګر) بلوچستان ته هم راغلي دي.

دا خبرې نوموړي په سي ايم ایچ روغتون کې د مستونګ په ځانمرګي برید کې د ژوبلو کسانو د پوښتنې په وخت له رسنيو سره وکړې. تر هغه وروسته ډاکتر عبدالمالک بلوڅ د شیعه ګانو هغه احتجاج ته ولاړ، چې د شورو/ چارشنبې ورځې له سهاره په علمدار سړک له مړيو سره احتجاج پېل کړی دی.

د سېشنبې په ماښام په مستونګ کې د لښکرې جنګوي یوه ځانمرګي برید ګر د شییعه زیارتیانو پر یوه بس چې له ایرانه کوټې ته روان وو حمله وکړه او ۲۵ تنه زیارتیان یې ووژل. نژدې ۳۵ یې ژوبل کړل.
دې احتجاج کوونکو ته په خپله وينا کې ډاکتر مالک وویل ؛ کله چې د ده حکومت راغلی نو د فرقه ایزه ترهګرۍ پېښې بېخي کمې شوې، چې دی ورته ډېر خوشبینه وو. خو زیاته يې کړه دې يوې پېښې يې ټول اميدونه ورختم کړل؛. مالک بلوڅ په خپله وينا کې وویل ؛د ترهګرۍ مقابله به په زړورتیا سره کوي، او که يې ملګري، ملګري وکړي، نو ټولو ترهګرو ته ماتې ورکولای شو. ډاکتر مالک د وژل شويو شیعه زیارت کوونکو په وژنه خواښيني څرګنده کړه او دا کار يې د اسلام او انسانيت ضد کار وباله.

د بلوچستان وزیراعلی د ټپيانو کورنيو ته پوره ډاډ ورکړ، چې حکومت به يې هر ډول مرستې او درملنې ته غاړه ږدي. وزیراعلی احتجاج کوونکو ته دا هم باور ورکړ چې ددوی حکومت به هڅه کوي، د نورو ورته پېښو په جدي توګه مخنيوی وکړي.

تردې وروسته د هزاره ډيموکرېټک ګوند او د شیعه سازمانو له مشرانو سره د وزیراعلی بلوچستان ډاکتر عبدالمالک خبرې اترې روانې دي، چې د سرکاري چارواکو په خبره ډاکتر مالک بلوڅ به د دوی ته خواست وکړي، چې خپل مړي خاورو ته وسپاري او احتجاج ختم کړي؛.

د بلوچستان وزیراعلی ډاکتر عبدالمالک بلوڅ چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د اسلام آباد په سرکاري دوره وو، هم نن يې د دې احتجاج له وجې خپله دوره مختصر کړه او کوټې ته ستون شو.
XS
SM
MD
LG