د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر پښتني کلتور د نورو کلتورونو اغېز


راج ولي شاه خټک زیاتوي ، د پښتنو په کلتور کې د بده مت، هندو مت، زرتشت او د اسلام مذهبونو ډیرې نښې ښکاري خو په ۱۸۴۳ م کال کې چې کله انګریزانو پر دې سیمه یرغل وکړ نو له هغه پس د پښتنو پر کلتور د غربانو/ مغرب او د هندیانو ډېر اغېز شوی دی.

په نننۍ خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې د پښتنو کلتور څومره په خپله بڼه کې خوندي پاته دی او پر دې نورو کلتورونو څومره اغیز کړی دی.


د پېښور د پښتو اکاډومۍ پخوانی ډایرېکټر راج ولي شا خټک وایي، چې کلتور د ژوند تیرولو طریقه وي او له وخت سره سره د هرې ټولنې خلک د خپلو ضرورتو او غوښتنو پورا کولو لپاره د ژوند د تېرولو په طریقه کې بدلون راولي. او د پوهې د ترلاسه کولو لپآره د موقعو د نیشتوالې او د تعلیم د کمي له وجې د پښتنو پر کلتور یلغرونه شورو شو.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


راج ولي شاه خټک زیاتوي ، د پښتنو په کلتور کې د بده مت، هندو مت، زرتشت او د اسلام مذهبونو ډیرې نښې ښکاري خو په ۱۸۴۳ م کال کې چې کله انګریزانو پر دې سیمه یرغل وکړ نو له هغه پس د پښتنو پر کلتور د غربانو/ مغرب او د هندیانو ډېر اغېز شوی دی.

بلخوا د ننګرهار پوهنتون استاد لال پاچا ازمون وایي، په افغانستان کې د روسانو له راتلو او د امریکا او د اتحادي ځواکونو له یرغل وروسته هم د خلکو د ژوند طور طریقو یانې په جامه، ژبه، کرکیلې، تهذیب او دود و دستور کې بدلون راغلی دی.

لال پاچا ازمون وایي، د پښتنو په کلتور کې چې کوم لږ ډېر بدلون راغلی، په هغه کې غټ کردار د میډیا هم دی. دی زیاتوي، د پاکستاني، هندي او مغربې میډیا له وجې د پښتنو په اوسني کلتور کې د دغه ميډیا ډېر مثالونه موجود دي .

لال پاچا ازمون وایي، پر کلتور چې کله اغېز پرېځوي نو د هغه پیل له ښارونو کېږي او بیا ورسته کليوالو سیمو ته غځېږي.

نوموړی زیاتوي، په کلتور کې بدلون د خلکو له تګ راتګ سره هم تړلی دی، او په راشه درشه هم د یوې سیمې کلتور بلې ته خورېږي.


لیکوال ببرک میاخیل وایي، په پښتنه سیمه کې اوس هم کلتور تر ډېره حده ژوندی ساتل شوی خو که څه بدلون پکې راغلی وي نو د هغې وجه هم د نورو کلتورونو اغېز دی.

راج ولې شاه خټک وایي، که کلتور ژوندی ونه ساتل شو، نو ټولنې ته به ډېر زیان
ورسېږي. د ده په خبره، باید چې د قام د کلتور ژوندي ساتلو لپاره یو نظام جوړ کړل شي ځکه چې کله د یو قام کلتور ختم شي نو د هغه قام د ختمیدو اندېښنې هم ورسره پیدا شي.
XS
SM
MD
LG