د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: پر بهرني سېلاني برید پنځه لېویز سرتېري ووژل


مستونګ د شییعه زیارتیانو بس چې د ځانمرګي برید ښکار شو. ۲۱ جنوري ۲۰۱۴م کال
مستونګ د شییعه زیارتیانو بس چې د ځانمرګي برید ښکار شو. ۲۱ جنوري ۲۰۱۴م کال

چارواکي وايي، برید هغه مهال شوی، چې د سپېن له يوه سېلاني بایسکل چلوونکي سره د دوی د لیویز سرتېري بدرګه کوله.

د بلوچستان صوبې امنيتي چارواکي وايي ؛د مستونګ په خوش رو سیمه کې د وسله والو او امنيتي سرتېرو تر منځ هغه وخت نيښته شوې، چې وسله والو د يوه بهرني بايسکل چلوونکي سیلاني د تښتوولو هڅه وکړه.


د بلوچستان د کورنیو چارو سیکريټري اسد ګيلاني وايي سپېن اوسېدونکی دا سیلاني چې به بايسيکل له ایران څخه کوټې ته را روان وو، پرې د مستونګ په خوشرو سیمه کې دا برید وشو. د شپږو لیوي سرتېرو په شمول په کې يو ازبک وسله وال قومندان هم وژل شوی دی. له دې سره بیا د صوبې د اطلاعاتو وزیر عبدالرحيم زیارتوال د همدومره مرګ ژوبلې تاييد وکړ، خو زیاتوي، د وسله والو په ډزو کې بهرنی سیلاني هم ژوبل شوی، چې اوس يې سیمه ایز روغتون ته منتقل کړی؛.


د بلوچستان صوبې ځيني امنيتي سرچينو مشال راډیو ته وویل د نيښتې سیمې ته يې هیلي کوپټر استولي، او د پولیسو او ملیشه ځواکونو اضافي سرتېري يې هم ورلېږلي او عملیات يې پېل کړی دي. چې د رپوټ تر بشپړېدو پورې لا هم د دواړو غاړو له خوا د سپکو او درنو وسلو ډزي روانې دي.

د خوش رو سیمې ددې عملياتو له پېل سره سم د تفتان او کوټې لوی سړک د هرقسم موټرو پر مخ تړل شوی، چې د دغې سیمې دواړو غاړو ته په لسګونو موټري بندې ولاړې دي.

د ویلو وړ ده چې پر همدې لاره د نوکنډي په سیمه کې تېر کال د مارچ د میاشتې پر دیارلسمه نېټه نامالومه وسله والو د چيک جمهوريت دوې سیلاني نجوني هانا همپالوا او انتوني خراستيڅکا تښتوولې وې، چې تراوسه يې لا هم برخلیک څرګند نه دی.


۲۵ شییعه هزارګان ووژل شول ۳۵ ژوبل

د بلوچستان شیعه کانفرنس دوم مشر سید مسرت حسین د مستونګ تر ځانمرګي برید وروسته له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل ؛ ترهګر يواځې د هزاره ګانو يا شیعه ګانو پر ضد نه بلکې د ده په خبره د پاکستان پر ضد دي، چې بايد د ختمولو لپاره يې بشپړ عملیات وشي، نوموړي دا څرګندونې له پس وکړې چې پرون د سېشنبې پر ماښام په يوه ځانمرګي برید کې د لږ تر لږه ۲۵ شیعه زیارت کوونکي وژل شوي او تر ۳۵ زیات نور ژوبل شوي دي.

د امنيتي چارواکو په خبره ځانمرګی برید پر هغه مساپر بس وشو، چې په کې له ایران څخه شيعه زیارت کوونکي کوټې ته را روان وو. ددې بريد مسوولیت لښکر جنګوي قبول کړی، چې پر ضد يې هم نن په کوټه کې کاربندیز اعلان شوی دی.

د بلوچستان د کورنيو چارو د سیکريټري اسد ګيلاني په خبره په دې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۵ شیعه زیارت کوونکي وژل شوي، او شاوخوا ۳۸ نور ژوبل شوي، چې دده په خبره په کې ماشومان او مېرمنې هم شامله دي. د همدې شیعه زیارت کوونکو د يوه بل بس يوه مساپر د پېښې په ځای کې مشال راډيو ته وویل؛ د دوی له بس سره د د بدرګې لپاره د پولیسو موټر هم وو، خو دوی د تېلو لپاره يو ځای تکيه شول، او دا بل بس ورڅخه مخته شو؛.

؛ موږ له تفتان څخه را روان وو. زموږ له موټر سره پولیس هم وو، او ځيني زموږ ملګري له هزاره ټاون او مري آباد څخه هم زموږ د حفاظت لپاره راسره ملګري وو. زموږ بس لومړی مخکې وو. خو بیا زموږ په موټر کې تېل ختم شول، او موږ د تېلو لپاره يو ځای ودرېدل، چې دا بس تر موږ له مخه شو. څنګه چې هم تر موږ لږ مخکې شوه، نو يودم موږ د يوې زورورې چاودنې ږغ واورېد، چې ورسره زموږ موټر هم وښورېدو؛.

د امنيتي چارواکو په خبره ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر چې له اتیا تر سل کيلو ګرامه پورې چاودېدونکي توکي پکښې وو، له همدې بس سره جنګولی، چې تر چاودلو وروسته يې دا بس او ورسره دوې نورې موټرې تباه کړې دي. عيني شاهدان وايي په دې بس کې شاوخوا ۵۵ تنه سپاره وو. د حاجي حسن آغا په نامه يوه بل عیني شاهد بیا هم د پېښې په ځای کې مشال راډيو ته وویل

؛ دا لومړی ځل نه دی، چې موږ همداسې بریدونه کېږي. بلکې تردې وړاندې هم ورته بریدونه راباندې شوي دي. ډېر واره موږ همداسې قربانۍ ورکړې دي. خو که وګورو، نو دداسې ډول بریدونو اجازه زموږ مذهب کله نه راکوي؛.

د بلوچستان صوبايي حکومت، د پاکستان وزیراعظم میانواز شریف او د کورنيو چارو د وزیر چودري نثار په شمول ګڼو سیاستوالو ددې ځانمرګي برید غندنه کړې. چې مسوولیت لښکرجنګوي وسله والې ډلې قبول کړ. هزاره ډيموکرېټک ګوند د درينګړ ددې ځانمرګي برید پر ضد هم نن د چارشنبې په ورځ په کوټه کې د کاربندیز اعلان کړی، چې يو شمېر شیعه سازمانو او نورو سیاسي ګوندونو يې هم د ملاتړ اعلان کړی دی.

د مستونګ د درینګړ دا بمي بريد په داسي حال کې شوی، چې دوې ورځې وړاندې د بلوچستان د حکومتي او اپوزیسيون ګوندونو له خوا په اسلام آباد کې د پارلیمنټ هاوس مخې ته په بلوچستان کې د ناامنۍ د پېښو پر ضد احتجاج شوی، او ددې صوبې سیاستوالو د پاکستان له وزیراعظم او صدر سره هم جلا جلا ملاقاتونه کړي وو.

د ویلو وړ ده چې تردې وړاندې په وار وار له ایرانه کوټې ته پر لاره پر شیعه زیارت کوونکو بریدونه شوي، چې وروستی هغه يې د روان کال په لومړۍ ورځ مانا د جنورۍ په لومړۍ نېټه شوی وو، چې په کې درې تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپیان شوي وو.

کوټه کې سړي تېښتوونکي ووژل شول

د کوټې په سریاب سیمه کې د پولیسو او ملیشه ځواکونو په عملياتو کې درې د انسان تښتوونو په پېښو کې ککړ کسان وژل شوي، او د پولیسو دوه سرتېري ژوبل شوي دي. د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چيمه له رسنوالو په خبرو کې وویل ؛ددوي سرتېرود سې شنبې په ماسپښين د سریاب په ایوان قلات کوڅه کې په يوه کور چاپه ووهله، چې دده په خبره له هم هغه کوره پرې ډزي پېل شوې، چې تر هغه وروسته بیا ددوي له خوا په ډزو کې درې انسان تښتوونکي ووژل شوو، او يو کس چې دده په خبره سترګې يې ورتړلې وې، هم په ټپي حالت کې روغتون ته منتقل کړی دی؛.
XS
SM
MD
LG