د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: مستونګ کې پر شیعه زیارتیانو برید ۱۸ تنه مړه، ګڼ ژوبل


د روانې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه هم د شییعه زیارتیانو پر یو بس برید کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه
د روانې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه هم د شییعه زیارتیانو پر یو بس برید کې یو شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه

په مستونګ سیمه کې تردې وړاندې هم پر شیعه زیارت کوونکو ځانمرګي بریدونه شوي، چې مسوولیت يې سني افراطي ډلې لښکر جنګوي په بیا بیا قبول کړی.

د بلوچستان امنيتي چارواکي وايي ددې صوبې د مستونګ په درينګړ سیمه کې د سې شنبې په ماښام پر هغه بس بمي برید شوی، چې له ایران سره په سرحدي ښار تفتان څخه کوټې ته را روان وو، او په کې شيعه زیارت کوونکي وو، چې له ایران څخه کوټې ته پرلاره وو.


د مستونګ د اسسټنټ کمشنر شفقت انور د مشال راډيو خبریال خدای نور ناصر ته ته وویل ؛ د لومړنيو مالوماتو له مخې په دې برید کې اته تنه وژل شوي او تر پنځلس زیات نور ټپیان دي؛. د انور په خبره امدادي ډلې مړي او ټپیان د کوټې سرکاري روغتونو ته د وړلو هڅه کوي.

په مستونګ سیمه کې تردې وړاندې هم پر شیعه زیارت کوونکو ځانمرګي بریدونه شوي، چې مسوولیت يې سني افراطي ډلې لښکر جنګوي په بیا بیا قبول کړی.
XS
SM
MD
LG