د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرعلي کې پاکستاني پوځي عملیاتو ۲۵ تنه وسله وال ووژل


مشال راډيو ته د رارسیدلو راپورونو ترمخه دغه بمباري نن د ګل ورځې پر سهار بیا پیل شوې چې د ځينو سرچينو له مخې د وژل شوو کسانو شمېر ۳۵ ته رسېدلی دی.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ په بمبارۍ کې شاوخوا ۲۵ وسله وال وژل شوي دي. بمباري تېره شپه پېل شوه چې د جیټ الوتکو او ګن شیپ هیلي کاپټرو لخوا د میران شاه په همځونی او د میر علي په خدي اېسوړي او ملا کیږدر سیمو کې د وسله والو په پټن ځایونه په نښه شول.


مشال راډيو ته د رارسیدلو راپورونو ترمخه دغه بمباري نن د ګل ورځې پر سهار بیا پیل شوې چې د ځينو سرچينو له مخې د وژل شوو کسانو شمېر ۳۵ ته رسېدلی دی.

په سیمه کې د امنیتي او استخباراتي ادارو د چارواکو په وينا په دغه بمبارۍکې زیاتره هغه وسله وال په نښه شوي دي چې پروسږ کال د پیښور پر کوهاټي چرچ، کیسه خوانۍ بازار او د تیرې يکشنبې په ورځ په بنو کې په بمي حملو کې ککړ ول. بلخوا د پاکستانيو طالبانو ویاند د امنیتي ادارو دغه ادعاوي رد کړي دي.

په سيمه کې د پوځ لخوا بمباري تر هغه وروسته پېل شوې چې کله د يکشنبې او دوشنبې په ورځو په راولپنډۍ او بنو کې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې لږ تر لږه ۳۳ امنيتي عسکر ووژل شول.
XS
SM
MD
LG