د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هنګو په يو سکول کې بمي چاودنې ودانۍ ته زيان اړولی دی


د خېبر پښتونخوا په ضلع هنګو کې د دوابۍ هایر سېکنډری سکول دننه بمي چاودنه شوې چې پکې د سکول ودانۍ ته زیان رسېدلی دی.

د خېبر پښتونخوا په ضلع هنګو کې د دوابۍ هایر سېکنډری سکول دننه بمي چاودنه شوې چې پکې د سکول ودانۍ ته زیان رسېدلی دی.


چاودنه نن (شنبه) سهار نهه نیمې بجې هغه وخت وشوه کله چې ماشومانو په سکول کې سبق ویلی.

د سکول د چارواکو په خبره په چادنه کې څه ډول ځاني زيان نه دی اوښتی.
د سکول پرنسپل اسرايیل خان مشال راډیو ته وويل چې په سکول کې بم د نوموړي له دفتر سره اېښودل شوی و چې په ترڅ کې يې د کمرې دېوالونه راغورځېدلي دي:

(( دغه بم له چت سره په روشندان کې ایښودل شوی و. تقریباً د نهه نیمو بجو په وخت زه د سکول په دوره وم چې دغه چاودنه وشوه. د چاودنې په وخت په دفتر کې څوک نه و. په ماشومانو کې يره ترهه زیاته شوې وه نو په دې خاطر موږ دوی خپلو کورونو ته واستول. بيا وروسته پوليس هم د چادونې پس راورسیدو))

د سکول ریکارډ تر مخه په سکول کې څه باندې ۷۵۰ زده کوونکي سبق وايي.
تر دې وړاندې د روانې مياشتې پر شپږمه نېټه د ابراهيم زو سکول ته يو ځانمرګي بريګر د ننوتو هڅه کول چې د اتلس کلن زده کونکي اعتزاز حسن لخوا ونيول شو چې په ترڅ کې يې هغه ځان وچاودی او اعتزاز حسن هم د دې بريد قرباني شو.

موږ چې کله د هنګو ضلعې د پولیسو له مشر چارواکي ډی پي او افتخار احمد خان نه وپوښتل چې د ابراهیم زو تر پیښې وروسته د سکولونو د حفاظت لپاره څه ډول امنیتي ګامونه پورته کړل شوي دي؟ نوموړي په ځواب کې وويل:

(( موږ په سیمه کې د هر یو سکول د حفاظت لپاره دوه دوه پولیس مقرر کړیدي او هغوی د سکول په وخت خپله ډیوټي په باقاعده توګه ورکوي خو بیا هم چاودنه شوې ده چې په کې کوم ځانې زیان نه دی شوی. په دې اړه تحقیقات روان دي چې په سکول کې دغه چاودنه څنګه وشوه))

په ضلع هنګو کې تر اوسه د ماشومانو ۱۰ سکولونه د ترهګرۍ ښکار شویدي.
بلخوا په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې له څو کالو راهیسي تر اوسه په سلګونه سکولونه وران شویدي چې د ډیرو پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخستې ده.

هنګو هغه بندوبستي سیمه ده چې پوله يې له اورکزو او کورمې ایجنسۍ سره لګېدلې ده چیرته چې دا وخت د وسله والو طالبانو په ضد پوځي عمليات روان دي.
XS
SM
MD
LG