د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچي کې د شخصي ټی وي چېنل درې کارکوونکي وژل شوي


د پاکستان په کراچي ښار کې تېره شپه د یو شخصي ټي وي چینل ایکسپریس نیوز په ګاړي حمله شوې چې د پولیسو په وینا درې کسان پکې وژل شوي دي.

د پاکستان په کراچي ښار کې تېره شپه د یو شخصي ټي وي چینل ایکسپریس نیوز په ګاړي حمله شوې چې د پولیسو په وینا درې کسان پکې وژل شوي دي.


پولیس وایي پېښه د جمعې په ماښام د کراچي ښار میټرک بورډ افس په سيمه کې هغه وخت وشوه کله چې نامالومه وسله والو په سيمه کې ولاړ د شخصي ټي وي ایکسپریس نیوز په ګاډي ډزې وکړې. د ډزو له امله په ګاډي کې ناست یو ساتونکی، یو تخنیکي کارکوونکی او يو موټروان وژل شوي دي.

د پيښې په اړه د منځنۍ کراچي د پولیسو مشر عامر فاروقي تېره شپه مشال راډیو ته وویل:

(( د بنارس له لوري په دوو موټر سایکلونو ناست څلور وسله وال راغلي دي او دوی د ټي وي چینل ګاړي ته خپلې وسلې دننه کړي دي او بیا یې ډزې کړي دي. د دې له امله په ګاډي کې ناست درې واړه کسان وژل شوي دي. دوی په وژل شویو کسانو د توپنچې ۱۷ ډزې کړي دي او تر دې وروسته بېرته تللي دي ))

د عامر فاروقي په خبره د حملې ښکار شوې ګاډۍ د تېرو څو ورځو راهيسې په همدغه ځای ودرېده او د پیښې په مهال هم دا د څه باندې یونيم ساعت راهیسې د میټرک بورډ افس سره نږدې ولاړ و. داسې ښکاري چې حمله کوونکو په باقاعده پلان سره دا کار کړی دی.

د ایکسپریس نیوز د کراچي مشر اسلم خان مشال راډیو ته ویلي دي چې د حملې ښکار شوي ګاډي عادي دنده ترسره کوله. له دوی سره یو کیمره مېن هم و خو د حملې په وخت هغه له ګاډي نه بهر و ځکه د حمله کوونکو څخه خوندي پاتی شوی دی.

د خبریالانو يو شمېر اتحادیو پر ایکسپریس نیوز شوې حمله په سختو ټکو کې غندلې ده. د کراچي د خبریالانو د اتحادیې کراچي یونین اف جرنلسټس د دې پیښې په ضد نن د شنبې په مازیګر د کراچي پریس کلب مخې ته د احتجاجي مظاهرې اعلان کړی دی.

د سېمه ایزو رسنیو ترمخه پر ایکسپریس نیوز د ترسره شوې حملې پړه د وسله والو طالبانو د مومند ایجنسۍ څانګې په خپله غاړه اخیستې ده .

یاده دې وي په تېرو شپږو میاشتو کې دا دریم ځل دی چې په کراچي کې د رسنیو ډله ایکسپریس په نښه کیږي. تر دې وړاندې په کراچي کې د یاد چېنل مرکزي دفتر دوه ځله د وسله والو د حملو ښکار شوی دی چې مرګ ژوبله پکې اوښتې ده. پر ایکسپریس ګروپ د دې نه مخکې د تر سره شویو حملو پړې وسله والو طالبانو منلې وې.

د سیند صوبايي حکومت دغه حمله پر ازاد صحافت ګوزار بللی او په پیښه کې يې د ککړو عناصرو په ضد د سختې کاروایي کولو یې ویلي دي.

په کراچۍ کې د ایکسپریس نیوز په ګاډي د حملې نه لږ مخکې د دغه ښار پر فیصل سړک د ډزو یوه بله پېښه رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې یې درې کسان وژل شوي دي. پولیس وایي په وژل شویو کسانو کې د جمعیت علما اسلام سمیع الحق څانګې د کراچي یو مشر چارواکی مفتي عثمان یارخان او د هغه دوه نور ملګري وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG