د لاسرسي ځای

د غزني چارواکي وايي، په دغه ولايت کې په يوه جومات کې پر طالبانو خپل ماينونه ورچاودېدلي دي چې له امله يې شپږ تنه وسله وال وژل شوي. دوی وايي، په چاودنه کې جومات هم په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی. زموږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.

د غزني چارواکي وايي، په دغه ولايت کې په يوه جومات کې پر طالبانو خپل ماينونه ورچاودېدلي دي چې له امله يې شپږ تنه وسله وال وژل شوي. دوی وايي، په چاودنه کې جومات هم په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی. زموږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.



دغه چاودنې پرون ناوخته د غزني په ده‌يک ولسوالۍ کې په يوه جومات کې شوې دی چې پکې شپږ تنه ماين جوړوونکي وژل شوي او څو تنه ماشومان ژوبل دي.

چارواکي وايي، يوې ډلې طالب وسله والو په جومات کې ماينونه جوړول او غوښتل يې وروسته يې، يا د سړک پر غاړه چېرته خښ کړي، يا يې پر چا وروچوي، خو وار له مخه پر دوی ورچاودېدلي دي او شپږ واړه يې وژلي دي.

په دغو چاودنو کې جومات هم په بشپړه توګه ويجاړ شوی دی.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمد وايي، وسله والو له پکتيا او پکتيکا څخه چاودېدونکي توکي ده‌يک ته راوړي وو او غوښتل يې په جومات کې ورڅخه ماينونه جوړ کړي.

دی وايي، د ماينونو د چاودنې له امله په شاو خوا کورونو کې د ښيښو د ماتېدو له امله ځينې ماشومان ژوبل شوي دي، خو کره شمېره يې ورته نه ده مالومه ده.

"د وسله والو يوې شپږ کسيزې ډلې له نورو سيمو څخه چاودېدونکي توکي ده‌يک ولسوالۍ ته راوړي وو او دلته يې په يوه جومات کې ورڅخه ماينونه جوړول. دوی غوښتل، جوړ شوي ماينونه وروسته پر ملي ځواکونو وروچوي، خو هغه پر دوی ور چاودېدلي او شپږ واړه يې وژلي دي."

تراوسه پورې لا طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

په غزني کې د هوا له سړېدو سره د طالب وسله والو نښتې کمې شوې او هغوی تودو سيمو ته د ژمي تېرولو لپاره تللي، خو هغه وسله وال چې کورونه يې دلته دي، هغوی د ماينونو جوړولو ته ملا تړلې ده.

په ده‌يک ولسوالۍ کې څو ورځې وړاندې په يوه هوايي بريد کې هم پنځه تنه وسله وال وژل شوي وو.
XS
SM
MD
LG