د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل په ځانمرګې برید کې د وژل شوو شمېر ۲۱ تنو ته ورسېد


افغان پولیس وایي، تیره شپه د کابل پر یوه رسټوانټ د حملې له امله ۲۱ کسان وژل شوي؛ چې په وژل شويو کې د افغانستان لپاره د پيسو نړيوال صندوق استازى او د ملګرو ملتونو څلور کارکوونکي هم شامل دي.

افغان پولیس وایي، تیره شپه د کابل پر یوه رسټوانټ د حملې له امله ۲۱ کسان وژل شوي؛ چې په وژل شويو کې د افغانستان لپاره د پيسو نړيوال صندوق استازى او د ملګرو ملتونو څلور کارکوونکي هم شامل دي.


د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي مشال راډيو ته وویل چې؛ حمله د درېیو انتحاري حمله کوونکو له خوا بیګاه شپه اوونیمې بجې د وزیر اکبرخان څوارلسم سړک کې د لبنانیانو په یوه راسټورانټ ترسره شوې.

هغه وویل چې په حملې کې یوویشت تنه وژل شوي چې دیارلس يې بهرنيان دي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه، په وژل شوي کسان کې د کاناډا، روس، لبنان او شمېر نوروهېوادونو وګړي شامل دي.

د رويټرز خبري اژانس په حواله، ناټو قواوې هم د پېښې سيمې ته چې له چاودنې وروسته د شلو دقيقو لپاره د ډزو ږغونه په کې اورېدل کېدل، رسېدلې وې.

د پيسو نړيوال صندوق يا IMF تاييد کړه، چې د بريد له کبله په وژل شويو کې د دوى شپېته کلن لبنانى کارکوونکى "وابل عبدالله" هم شامل دى.

د دې ادارې - اداري مشرې مېرمن "کرسټين لاګارډي" په يوه اعلاميه کې دا يو خواشينوونکى خبر وباله او ويې ويل، موږ ټول زيانمن شوي يو.

د ملګرو ملتونو يوه وياند هم دا ومنله چې د دې ادارې څلور کار کوونکي په پېښه کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون دغه بريد وغانده. د ښاغلي مون وياند د ده له قوله وويل:


”د ملکيانو په وړاندې دغسې غموونکې حملې د منلو وړ نه دي او له بشري قوانينو سره په ټکر کې دي“

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جين ساکي وويل، په قربانيانو کې د امريکا د سفارت کوم کارکوونکى نه دى شامل:

"موږ د ترهګرۍ دا وحشیانه حمله په شدیدو الفاظوغندو. په کابل کې زموږ د ماموریت ټول کارکوونکي روغ رمټ دي. موږ دا مهال د وضعيت په اړه نور معلومات تر لاسه کوو او نور جزئیات او راپورونه نه شم تائیدولاى."

په کابل کې د بريتانيا سفارت بيا ويلي، د هغو راپورونو په اړه تحقيقات کوي، چې ايا په وژل شويو کې د دوى کوم تبعه هم شامل دى که څنګه؟


تېر کال وسله والو طالبانو په کابل کې يولړ ډله ييزې وسله والې حملې وکړې، چې په هغو کې پر ارګ، هوايي ډګر، سترې محکمې او د ملګرو ملتونو پر اداره بريدونه شامل وو.
XS
SM
MD
LG