د لاسرسي ځای

پښتونخوا: حکومت د ترهګرو په وړاندې څرګنده تګلاره نه لري


د پېښور په تبلیغي مرکز کې د پنجشنبې په ورځ په يو بمي چاودنه کې ۱۰ کسان ووژل شول او تر ۵۰ زيات ژوبل شول. دا د خپل ډول لومړۍ چاودنه نه ده چې پر يو مذهبي عبادت ځای تر سره کيږي بلکې تر دې وړاندې هم په قبايلیي سيمه او خېبر پښتونخوا کې پر عبادت ځايونو بريدونو شوي دي چې ګڼ شمېر کسان پکې وژل شوي دي.

د پېښور په تبلیغي مرکز کې د پنجشنبې په ورځ په يو بمي چاودنه کې ۱۰ کسان ووژل شول او تر ۵۰ زيات ژوبل شول. دا د خپل ډول لومړۍ چاودنه نه ده چې پر يو مذهبي عبادت ځای تر سره کيږي بلکې تر دې وړاندې هم په قبايلیي سيمه او خېبر پښتونخوا کې پر عبادت ځايونو بريدونو شوي دي چې ګڼ شمېر کسان پکې وژل شوي دي. د تېر کال د سپټمبر پر ۲۲مه نېټه د پېښور پر کوهاټي چرچ په غبرګو ځانمرګو بريدونو کې د دې کليسا ۸۲ عيسايي عبادت کوونکې ووژل شول او تر ۱۰۰ زيات ژوبل شول.

دا چې په خېبر پښتونخوا کې پر مذهبي عبادتځايونو د بريدونو زياتېدو لامل څه دی؟

په پېښور کې د سياسي چارو کارپوه اېمل خټک وايي چې مذهبي تنګ نظري او روانه بد امني د دې لامل شوي چې پر مذهبي عبادتځايونو بريدونه زيات شوي دي.

((يوه وجه خو دا ده چې ځيني مسلکي اختلافونه دي. دوهمه خبره دا ده چې مذهبي تنګ نظري زياته شوې ده چې په نتيجه کې يې خلک د بل مذهب خلک او عبادتخانې نشي برداشت کولای. دريمه خبره دا ده چې بد امني ده او اړی ګړی دی نو له دې څخه ځيني خلک ګټه اوچتول هم غواړي. نو وجوهات يې ډېر زيات دي خو متاسفانه دا څومره کارونه چې کيږي په دې کې پاکستانيان دي، مسلمانان دي او پښتانه دي. په حکومتي او سياسي کچ خو دا خبره کيږي چې دا مسلمان نشي کېدای، څوک وايي دا پاکستانی نشي کېدای او څوک بيا وايي چې دا پښتون نشي کېدای خو متاسفانه دا درې واړه شته)).

په خېبر پښتونخوا کې مو د نا امنۍ د زياتېدونکو پيښو او د حکومت د پاليسۍ په اړه له يو شمېر صوبايي وزيرانو سره د تماس نيولو هڅه وکړه خو بريالي نه شو. خو د دا ډول پيښو د رامنځ ته کېدو پر مهال صوبايي حکومت په وار وار دا دريځ خپل کړی چې بد امني دوی ته له تيرو حکومتونو ورپاتې ده او دوی له وسله والو سره د سولې خبرې اترې کول غواړي. په همدې اړه چې مې کله په پېښور کې د پښتونخوا د پخواني صوبايي حکومت له وياند ميا افتخار حسېن څخه پوښتنه وکړه نو نوموړي وويل چې ولس موجوده حکومت ته د بدلون راوستو لپاره لپاره رايه ورکړه خو دوی هيڅ ونکړل.

(( د صوبايي حکومت دا جواز ډېر بې ځايه دی چې دوی وايي تېر حکومت څه ونکړل نو زه يې ولي وکړم. تېر حکومت څه ونکړل نو خلکو تاته ووټ درکړی. که ته وايې چې تېر حکومت ناکامه و نو زه هم ناکامه يم نو بيا خو خبره خلاصه شوه. خو زه دا وايم چې په تېر حکومت او اوسني حکومت کې د مځکې او آسمان فرق دی. د دهشتګردو خلاف د تېر حکومت پاليسي واضحه وه. چې دهشتګردي به کېده نو موږ به يې مذمت کاوه. چې د مذاکراتو ضرورت و نو موږ مذاکرات کړي دي او چې د کاروايي ضرورت و نو موږ کاروايي کړې ده. تېر حکومت د خلکو د حفاظت لپاره په ميدان کې ولاړ و. خو اوس چې کومه واقعه وشي نو دوی داسي خبره وکړي چې دهشتګردۍ ته نور هم تقويت ملاو شي. د موجوده حکومت د ناکامي او کنفيوز [ګډوډ] پاليسۍ په وجه دهشتګردۍ ته تقويت ملاويږي. په دې کې شک نشته چې هغه وخت هم بدامني وه او اوس هم ده خو د هغه وخت حکومت مخامخ ورته ولاړ و خو دا حکومت نشي ورته مخامخ کېدلای)).

د تحريک انصاف په مشرۍ کې د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت د انتخاباتو پر مهال له ولس سره ژمنه کړې وه چې د دوی په سيمو کې به امن او سوله راولي خو نه يوازي دا چې د بد امنۍ پيښو دوام موندلی بلکې پر مذهبي مرکزونو هم بريدونه زيات شوي دي. دا چې د پښتونخوا صوبايي حکومت ته د دې ډول بريدونو د مخنيوي لپاره څه ډول ګامونه پورته کول په کار دي؟ اېمل خټک يې په ځواب کې وايي:

((حکومت دا وايي چې په کار ده موږ له وسله والو ډلو سره خبرې اترې وکړو. هغه خبرې اترې به څوک کوي او په کومو شرايطو باندې به يې کوي، دا تر اوسه پورې واضحه نه ده. نو ماته داسي ښکاري که اوسمهال ځيني پاليسياني يا سټراټيجي هم وي خو په عمل کې څه نشته. خبرې خو ډيري اورو، د صوبايي حکومت هم او د مرکزي حکومت هم، چې هغوی داسي پاليسي جوړوي او هغسي پاليسي جوړوي خو موږ ته عملاً داسي نه ښکاري چې موږ ووايو چې ګنې دا ده پاليسي راغله او د هغې په رڼا کې اقدامات پورته شول)).

د سياسي چارو يو شمېر شنونکې په دې باور دي چې تر څو د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت او د پاکستان مرکزي حکومت له ترهګرۍ سره د مبارزې څرګنده او کوټلې تګلاره نه وي عملي کړې تر هغو به وسله وال خپلو فعاليتونو ته دوام ورکوي
XS
SM
MD
LG