د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د ملي امنیت په اداره کې د اصلاحاتو پلانونه اعلاوي


د امریکا جمهور رییس بارک اوباما به نن د ملي امنیت په اداره کې د اصلاحاتو پلانونه اعلان کړي.
ولسمشر اوباما به نن د کابل په وخت ماښام وینا وکړي.


څیړونکي وايي چې، ولسمشر به د دې ادارې د چارو د زیاتې څیړنې او شفافیت غوښتنه وکړي او په عمومي ډول به د حکومت د څارنې پروګرامونه پر خپل ځاي پریږدي.

هغه اسناد چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې د تښتیدلي مامور ادوارد سنوډن له خوا افشا شول څرګندوي چې دې ادارې په یوه ورځ کې له ټولې نړۍ څخه تقریباً دوه سوه ملیونه ټلفوني مسیجونه را ټول کړي وو.

د بریتانیې ګارډین ورځپاڼې او چینل فور (Channel 4) ټلویزیون پرون خبر ورکړ چې؛ د امریکا د ملي امنیت ادارې د دې مسیجونو په مرسته د موبایل ټلفون د خاوندانو موقعیت، ادرسونه او د کرډیت یا بانکي کارتونو معلوماتو را ټول کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG