د لاسرسي ځای

د میرعلي جنګ ځپلي د تاوانونو ازاله غواړي


د شمالي وزيرستان ولس دپېښور پريس کلب مخې ته د مير علي پوځي عملیاتو خلاف احتجاجي کېمپ لګولی دی،چې پکې د شمالي وزيرستان دټولو سياسي ګوندونو مشران هم ناست دي.دوی غوښتنه کوې چې په میرعلي کې پروسږ کال دډیسېمبر پر ۱۹مه دپاکستاني پوځي عملیاتو عدالتي پلټنې دې وشي او متاثرينو ته دې د شوي تاوان پیسې ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG