د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو په افغانستان کې د اذربایجان د نوي ماموریت هرکلی وکړ


ناټو په افغانستان کې له نړیوال ایتلاف سره د آذربایجان د مرستو هرکلی کړی.

د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسین همداراز د آذربایجان د قلمرو له لارې د شپې د پروازونو او د ټرانزیټي امکاناتو په ګډون د ناټو عملیاتو ته د اجازې ورکولو په خاطر دا هېواد ستایلی دی.

رسموسین د آذربایجان له ولسمشر الهام علي یوف سره په ګډ خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د دې هېواد د نوي ماموریت هرکلی وکړ.

ناټو په پام کې لري له ۲۰۱۴ کال وروسته افغان امنیتي ځواکونه وروزي او سلامشورې ورکړي. رسموسین وویل چې آذربایجان، د اروپا د انرژۍ د امنیت او په قفقاز کې د ثبات په ټینګولو کې مهم هېواد دی.

د یوه بل خبر له مخې ټاکل شوې چې د روانې جنوري میاشتې په ۲۲ او ۲۳ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو د روانو عملیاتو په اړه خبرې وشي.

په دې غونډه کې به په افغانستان کې د ناټو د راتلونکو پلانونو په اړه هم بحث او څېړنې وشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG