د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات کې د پاکستاني پوځ چاوڼۍ د څه لپاره جوړیږي؟


د سوات ناوې پر یوه غره ولاړ د پاکستاني پوځ عسکر
د سوات ناوې پر یوه غره ولاړ د پاکستاني پوځ عسکر
پراګ: د پاکستان وزیراعظم نواز شریف د چارشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا سوات ته د سفر پر مهال اعلان وکړ چې پوځ ته یې منظوري ورکړېده چې په سوات کې خپله چاوڼۍ جوړه کړي.

د وزیراعظم نواز شریف له دفتره په خپاره شوي بیان کې وویل شو چې نواز شریف په سوات او نورو ورڅېرمه سیمو کې له اصولو سره سم د پوځي چاوڼۍ منظوري ورکړې او د هغه اعلان یې کړی دی.

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د پاکستان وزیراعظم نواز شریف
د خیبر پښتونخوا د تعلیم صوبايي وزیر محمد عاطف مشال راډیو ته وویل چې پوځ خپل ضرورت ته ګوري او په دې کې هیڅ مسله نشته چې هغوی چېري هم چاوڼۍ جوړول غواړي نو جوړولای یې شي.

د امنیتي او سیاسي چارو کارپوهه ډاکټر عایشه صدیقه وايي ، په سوات کې د چاوڼۍ جوړولو خبره هغه وخت پیل شوې او را روانه وه چې د پاکستاني پوځ د پخواني مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني د مشرۍ پر وخت په سوات کې د طالبانو پر ضد عملیات شوي وو.

په دې کې هیڅ مسله نشته چې هغوی چېري هم چاوڼۍ جوړول غواړي نو جوړولای یې شي
صوبايي وزیر محمد عاطف
​اوس پوښتنه دا ده چې سوات خو له وړاندې لا له وسله والو طالبانو پاک اعلان شوی دی نو هلته پوځي چاوڼۍ د څه لپاره جوړېږي؟

ډاکټر عایشه صدیقه د دې پوښتنې په ځواب کې وویل ً زه فکر نه کوم چې هلته دي د چاوڼۍ په جوړولو دوی د ترهګرۍ مخه ونیسي. هغه ځکه چې په ډېرو سیمو کې چاوڼۍ شته او ترهګر هم هلته موجود ديً.

ډاکټر عایشه صدیقه په سوات کې د پوځي چاوڼۍ د جوړېدو د هدف په اړه زیاته کړه ، ً زما خیال دا دی چې د دې یوه لویه وجه دا ده چې د ًپاکستاني نشنلزمً رامنځ ته کولو لپاره چې کومې هلي ځلي کېږي دا د هغه یوه برخه دهً.

په سوات کې د ملا فضل الله په مشرۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات په داسې وخت کې شوي وو چې په خیبر پښتونخوا کې د عوامي نشنل ګوند حکومت وو.

که یې سیاسي فکر مني او که نه خو په سوات کې اوس د پوځ شتون ضروري دی
میا افتخار حسېن

له یاد ګوند سره اړه لرونکي د هغه وخت د اطلاعاتو صوبايي وزیر میا افتخاز حسېن په سوات کې د پاکستاني پوځ د چاوڼۍ په اړه د خپل ګوند د دریځ بیانولو پر مهال مشال راډیو ته وویل چې که یې سیاسي فکر مني او که نه خو هلته اوس د پوځ شتون ضروري دی.

میا افتخاز حسېن وویل ً کله دي خدای زموږ پر وطن امن راولي او چې ترهګري په مکمله توګه ختمه شي نو بیا داسې یو خبره جوړېدای شي چې د پوځ حقیقي ځای کوم په کار دی او هغوی باید چېري و اوسيً.

د میا افتخاز حسېن په وینا ، اوس په خیبر پښتونخوا کې حالات داسې دي چې کله هم د ترهګرو پر ضد د عملیاتو لپاره د پوځ ضرورت پیدا کېدای شي.

د سوات ناوې یو منظر
د سوات ناوې یو منظر
​د پاکستاني پوځ پخواني بریګېډیر محمود شاه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په ملاکنډ کې د پوځي چاوڼۍ جوړولو سلا ده د پاکستاني پوځ پخواني مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني ته ورکړې وه.

د بریګېډیر محمود شاه په وینا ، پر اوو ضلعو مشتمل ملاکنډ ډوژن کې د پوځ چاوڼۍ د دې لپاره ضروري ده چې د خلکو له ذهنه دا وېره ووځي چې ګواکې که پوځ ولاړو نو د طالبانو مشر ملا فضل الله به بیا واکمن شي.

د پښتونخوا ملي غوامي ګوند مرکزي ډپټي سیکريټري او د سوات قامي جرګې مشر مختار خان یوسفزۍ بیا وايي چې د سوات ځپل شوی ولس پوځي چاوڼۍ ته نه بلکې مرستو اړتیا لري.

په سوات کې د چاوڼۍ جوړول نه د سوات د خلکو ، غوښتنه وه ، نه یې فرمایش وو او نه یې ضرورت وو او نه هم خلک په دې خوشاله دي
مختارخان یوسفزی

د هغه په وینا ، وزیراعظم نواز شریف ته په کار وه چې د پوځي چاوڼۍ پر ځای یې د سوات د ولس لپاره د نورو مرستو اعلان کړی وای.

مختار خان یوسفزي وویل ً په سوات کې د چاوڼۍ جوړول نه د سوات د خلکو ، غوښتنه وه ، نه یې فرمایش وو او نه یې ضرورت وو او نه هم خلک په دې خوشاله ديً .

په خیبر پښتونخوا کې واکمن ګوند تحریک انصاف په مرکز کې د مسلم لیګ (ن) ډلې حکومت او پوځ درې واړه پر دې سره سلا دي چې په سوات کې دي پوځي چاوڼۍ جوړه شي.

په دې حالت کې دا پوښتنه هم راپورته کېږي چې د سوات خلک ولې د پوځي چاوڼۍ په جوړېدو نه دي خوشاله؟

اوسني حکومت او پوځ له یو بل سره خبره کړېده او داسې ښکاري چې د سوات د ځايي خلکو اندېښنو ته به پام ونه کړي
ډاکټر عایشه صدیقه
مختار خان یوسفزي د دې پوښتنې په ځواب کې وویل ً یو پلو خلک په ترهګرو وهل شو ، بل پلو پوځیانو برباد کړل او اوس د هغه په نتیجه کې راغلل او مځکې ورڅخه نیسي. نو په دې کې شک نشته چې د سوات خلک په دې ډېر خفه ديً.

د امنیتي او سیاسي چارو کارپوهې ډاکټر عایشه صدیقه هم وویل چې اوسني حکومت او پوځ له یو بل سره خبره کړېده او داسې ښکاري چې د سوات د ځايي خلکو اندېښنو ته به پام ونه کړي.

د سوات قامي جرګې مشر مختار خان یوسفزي وویل چې په سوات کې د پوځ په موجودګۍ کې هدفي وژنې دوام لري.

یوسفزي دا دلیل رد کړ چې ګواکي په سوات کې د پوځي چاوڼۍ جوړولو هدف په سیمه کې د ترهګرو مخه دنیول دي.

د ملا فضل الله سخت دریځه ملاتړي
د ملا فضل الله سخت دریځه ملاتړي
​هغه د پاکستان حکومت او پوځ مخاطب کړل او ویې ویل چې ًً که تاسو امن راولی نو لومړی کار دا وکړی چې دا د ترهګرۍ مرکزونه بند کړی. دلته ترهګرو تنظیمونه خپل نومونه بدلوي او د دې ملک واکدارانو او امنیتي ادارو پرې سترګې پټې کړې دي. امن د چاوڼیو په جوړولو نه راځي. که تاسو امن راولی نو قانون عملي کړیً.

که څه هم په پاکستان کې د کڼ لاسو ګوندونو ، د امنیتي او سیاسي چارو د ځینو کارپوهانو تر څنګ په نړیواله توګه هم د پاکستان پر پوځ او جاسوسي ادارو تور لګول کېږي چې هغوی د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي خو د پاکستان پوځ او حکومت دواړه وايي چې پاکستان په خپله د ترهګرۍ ښکار دی.
XS
SM
MD
LG