د لاسرسي ځای

تازه خبر

مذهبي زغم په ختمېدو دی


قبله ایاز وايي، په ولس کې د زغم ختميدو وجه دا ده چې خلکو له مذهبه تجارت جوړ کړی دی او په دې لړ کې ورته له مخلتفو ملکونو پيسه هم راروانه ده

د امريکا يوې څېړنيزې ادارې پيو ريسرچ سنټر په خپل يو راپور کې ويلي دي چې له امريکايي براعظمه علاوه په درسته نړۍ کې د مذهبي اختلافاتو له وجې په تشدد او امتيازي رويو کې اضافه شويده او د مذهبي تاؤتريخوالي له وجې پاکستان د نړۍ په اولنيو ملکونو کې راځي.


په رپورټ کې ويل شويدي چې د دنيا ٢٥ زياتې آبادۍ والا ملکونه چې پکې پاکستان، مصر، انډونيزيا، روس او برما شامل دي خلک يي د حکومت او د مختلفو عقيدو سره تعلق لرونکي ګروپونو لخوا د مذهب په نوم له بنديزونو او تشدد سره مخامخ دي.

ياده شوي اداره په خپل رپورټ کې زياتوي چې په نړۍ کې د مسلمانانو، عيسايانو او يهوديانو نه علاوه سکانو، بهایانو او ملحدانو سره له تشدده ډکه رويه کې اضافه شويده او ٢٠١٢ م کال کې د نړۍ په ١١٠ ملکونو کې عيسايان، ١٠٩ ملکونو کې مسلمانان او ٧٧ ملکونو کې يهوديان يا خو د حکومت او يا په سماجي کچه له سختې رويې سره مخامخ دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پيښور يونيورسټۍ پخوانې وائس چانسلر او مذهبي چارو کارپوه قبله اياز وايي، په پاکستان کې د مذهب په نوم د تشدد اصل وجه دا ده چې په ولس کې د زغم او برداشت هغه صفات او جذبات په ختميدو دي او بله وجه يې دا ده چې خلکو له مذهبه تجارت جوړ کړی دی او په دې لړ کې ورته له مخلتفو ملکونو پيسه هم راروانه ده نو چې کله پيسه په مينځ کې راشي نو بيا خلک له هر قسمه تشدد او مرګ ژوبلې نه ډډه نه کوي.

ياده دې وي چې پيو ريسرچ سنټر لخوا دا تحقيق د نړۍ په ١٩٨ ملکونو کې شوی دی چې پکې د کال ٢٠٠٧ نه تر ٢٠١٢ پورې د حالاتو جايزه اخستل شوې ده.
XS
SM
MD
LG