د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګېلا مېرکل له حامد کرزي سره د سرتیرو د پاتې کیدو په اړه خبرې وکړي


د جرمني شپیګل مجلې راپور ورکړ چې د دې هېواد وزیراعظمې انګېلا مېرکل له افغان ولسمشرحامد کرزي سره په ټیلیفوني خبرو کې د جرمني سرتیرو د پاتې کیدو د نیټې په ممکنه زیاتوالي خبرې وکړي.


دې المانۍ مجلې لیکلي اغلې میرکل او ولسمشر کرزي پرون د چارشبنې پر ورځ سره خبرې کړي او ترډېره یي په افغانستان کې د پاتې کیدونکو بهرنیو عسکرو په حالت او د جرمني سرتیرو د پاتې کیدو په مودې بحث وکړ.

جرمني اوس په افغانستان کې ۳۱۰۰ سرتیري لري چې ویل کیږي له ۲۰۱۴ کال وروسته به یې شمیر ۸۰۰ تنو ته راکښته شي او تر ډېره به د افغان پوځیانو په روزنه او نورو برخو کې همکاري جاري وساتي.

له دې مخکې د جرمني د دفاع نوې وزیرې اورسولا وان دېرلېن له عیسوي اختر مخکې افغانستان ته په سفر کې ویلي و ، هیله یې دا ده چې هیواد یې په افغانستان کې هغه څه ختم کړي چې پیل کړي یې دي.

له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو عسکرو شمیر د افغانستان او امریکا تر منځ د امنیتي او دفاع سند په امضا پورې تړلې خبر بلل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG