د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: له تاجکستانه تخار ولایت ته بریښنا ورسېده


د تخار د بریښنا رییس حاجي محمد مومند مشال راډیو ته وویل دغه ولایت ته د تاجکستان د وارداتي بریښنا لګښت دوه دېرش میلیونه ډالر کیږي چې د اسیايي بانک له خوا ورکړل شوي.


ښاغلي مومند زیاته کړه د دې وارداتي بريښنا د پرانیستې په غونډه کې د بریښنا،اقتصاد او مالیې وزیرانو برخه لرله.

اخوا د کندز د بريښنا ریاست هم وايي له تاجکستان څخه خان آباد ولسوالۍ ته بریښنا ورسیده.
د دې وارداتي بریښنا لګښت درې میلیونه او پنځه څلویښت زره امریکايي ډالره بلل شوې چې دا هم د اسیايي بانک له خوا ورکړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG